افغانستان

د امریکا د مدافع وکیلانو ټولنه: په افغانستان کې د هزاره ګانو د نسل وژنې مخنيوى وکړٸ

د امریکا د مدافع وکیلانو ټولنې په خپل تازه راپور کې پر ټولو حکومتونو غږ کړی چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان کې د هزاره ګانو او نورو توکمیزو ډلو پر وړاندې «نسل وژنه» په رسميت وپېژني او مخنیوی یې وکړي.

د دې ټولنې په راپور کې راغلي چې د هزاره وګړو د شمېر په اړه«رسمي اټکل» نشته؛ خو د هزاره ټولنې وګړو کې د ځورونې له امله د پام وړ کموالی راغلی دی.

دې ټولنې د جرمونو له نړیوالې محکمې او د امریکا د بهرنیو چارو له وزارت څخه وغوښتل چې په افغانستان کې د «نسل وژنې» د معافیت د پای ته رسولو لپاره د عدالت او حساب ورکوونې هڅو ته وده ورکړي.

د متحده ایالاتو د مدافع وکیلانو ټولنه وايي چې د هزاره ګانو پر وړاندې د داعش په څیر ترهګرو ډلو ته د تاوتریخوالي او تهدید کارولو اجازه ورکولو کې د طالبانو «چوپتیا او ملګرتیا» د طالبانو لېوالتیا ښیي چې د هزاره ګانو د له منځه وړلو پلان ترسره کوي.

راپور وايي، د نولسمې پېړۍ له وروستیو راهیسې، د بېلابېلو مشرانو تر مشرۍ لاندې چې په افغانستان کې واک ته رسېدلي، هزاره ګان، چې ډېری یې شیعه ګان دي، د تاوتریخوالي او «ډله ییزو وژنو»  په څېر د نه منلو وړ کړنو قرباني شوي دي.

په راپور کې همداراز راغلي چې طالبان او نورې «ترهګرې» ډلې غواړي چې هزاره ګان په وژلو سره له منځه یوسي او ددوى د وژلو په وسيله یې هزاره ګانو ته سخت فزیکي او رواني زیانونه اړولي دي.

راپور کې ویل شوي: «هزاره ښځې او نجونې د جنسیت او توکم له امله د سختو ځورونو سره مخ دي، او طالبانو په هغو سیمو کې چې هزاره ګان اوسیږي د لباس سختدريځه قوانين او جبري حجاب( خپل فکر له مخې) عملي کړي دي. په دایکندي او بامیان والايتونو کې، د ښځو په جامو کې هیڅکله چادري یا اوږد تور حجاب شامل نه و. دوی محلي او کلتوري جامې پرتن کولې. خو طالبانو ښځې په ځانګړې توګه ځوانې نجونې دې ته اړې کړې چې( د دوى له فکر سره سم) حجاب واغوندي.»

راپور دا هم وايي، داسې تورونه هم شته چې د هزاره ښځو او نجونو د ځورولو لپاره له جنسي تاوتریخوالي د یوې وسیلې په توګه کار اخیستل شوی دی.

د امریکا مدافع وکيلانو ټولنه وايي، له ۲۰۲۱ کال راهیسې د طالبانو له خوا د هزاره ټولنې د غړو د وژنې څو راپورونه ورکړل شوي دي. د بښنې نړیوال سازمان د ۲۰۲۱ کال په جولای کې په غزني ولایت کې، د ۲۰۲۱ کال په اګست کې دایکندي او د ۲۰۲۲ کال په جون کې په غور ولایت کې د “غيرقانوني اعدامونو” ۵۳ پېښې راپور کړې دي.

ټولنه زیاتوي په داسې حال کې چې په راپور کې تر بحث لاندې نیول شوي زیاتره کړنې د طالبانو له خوا ترسره کیږي، داعش هم د «هزاره ګانو په ګډون د شیعه ګانو د له منځه وړلو» نیت څرګند کړی دی.

د راپور په يوه برخه کې راغلي، هزاره ګان په نورو هېوادونو کې هم د نورو ترهګرو ډلو له خوا په نښه کېږي. په پاکستان کې له ۲۰۱۳ کال راهیسې هزاره ګان د افراطي ډلو له خوا د خپلو عقیدو یا فرقه ییز تاوتریخوالي له امله وژل شوي دي.