د افغانستان د ښځو او ماشومانو د هوساینې د پياوړتيا بنسټ په یوه راپور کې ویلي، طالبان په هېواد کې د خپل حاکميت د ساتلو لپاره «وحشیانه تکتیکونه» کاروي.
دغه بنسټ وايي، په افغانستان کې د طالبانو درې کلنه واکمني د «بشري حقونو د سرغړونو او ځپونکو تګلارو» سره مل وه.
په دغه راپور کې راغلي، « {پر افغانستان} د طالبانو واکمني د جنسي تېري، تښتونې، شکنجې، وژنې، عام وژنې، د وهلو ټکولو او په سیستماتیک ډول د ښځو او نجونو د تعلیم له فرصتونو څخه د محرومیت لامل شوې ده.»
د افغانستان د ښځو او ماشومانو د هوساینې د پياوړتيا بنسټ د بشري حقونو د سازمانونو د راپورونو په حواله ويلي، طالبانو د خپلې واکمنۍ پر مهال ډېری وخت په خلکو کې د وېرې د رامنځ ته کولو په خاطر له غيرقانوني وژنې کړي دي.
دغه بنسټ زیاتوي چې د طالبانو له خوا دغه وژنې تر ډېره د کمزورو تورونو یا شک پر بنسټ شوي دي.
راپور وایی، شکنجه یوه عامه وسیله ګرځېدلې ده چې د طالبانو لخوا د اعترافاتو اخیستلو یا هغو کسانو ته د سزا ورکولو لپاره کارول کیږي چې د دوى مخالفین ګڼل کیږي.
راپور زیاتوي چې د طالبانو د شکنجې طریقې اکثره «وحشیانه» دي او په قربانیانو باندې دوامداره فزیکي او رواني زخمونه پرېږدي.
په دغه راپور کې راغلي«له بنسټیزو تضمینونو سره سره چې ښځې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د کار او زده کړې حق لري؛ خو حقیقت بل ډول دی. د طالبانو د شریعت تفسیر د دې لامل شوی چې تر شپږم ټولګي پورته په ښوونځیو کې د نجونو پر ورتګ بشپړ بندیز لامل شي او له پوهنتونونو څخه د ښځو د محروميت سبب شي.»
د افغانستان د ښځو او ماشومانو د هوساینې د پياوړتيا بنسټ همداراز وايي چې د طالبانو «افراطي فکر» په افغانستان کې د کلتوري میراثونو د ويجاړېدو او په هېواد کې د هر ډول هنري او کلتوري بیان د ځپلو لامل شوی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵ نېټه پر افغانستان واک تر لاسه کولو راهيسې ښځې او نجونې له خپلو ټولو اساسي حقونو بې برخې کړي او د ښځو د ژوند په بېلابېلو اړخونو یې سخت محدودیتونه وضع کړي دي.
وروسته له هغه چې طالبان بیا واک ته ورسېدل، دوی له شپږم ټولګي څخه پورته نجونې له زده کړو منعې کړې او د پوهنتونونو دروازې یې هم د نجونو او ښځو پر مخ وتړلې.
د ياد ونې وړ ده، چې طالبانو د خپلې کابو درې کلنې واکمنۍ پر مهال په ټول افغانستان کې د کانکور په ازموينه کې نجونو پر ګډون بنديز لګولى او آن یوې انجلۍ له ګډون پرته يې هم سږکال د کانکور ازموینه واخيستله.