د طالبانو سترې محکمې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د کابل په استالف ولسوالۍ کې يې د یوې ښځې په ګډون دوه کسان د «نامشروع اړیکو» په تور په درو وهلي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې مېرمن په ۳۲ درې او سړي ۳۹ درې وهل شوي دي.
د آمو د موندنو له مخې، چې د روان لمريز کال د زمري په ۴ مه خپرې شوې، طالبانو په تېرو درېیو کلونو کې د ۱۰۶ ښځو په ګډون ۵۸۷ کسان په درو وهلي دي.
موندنې ښيي چې د طالبانو سترې محکمې په تېرو درېیو کلونو کې ۳۷ کسان په سنګسار کړي او ۱۷۶ کسان یې په بېلابېلو تورونو محاکمه کړي دي.