افغانستان

 د روغتیا نړیوال سازمان د هرات روغتون سره ۱.۷ ټنه روغتیايي کڅوړو مرسته وکړه

د روغتیا نړیوال سازمان د افغانستان څانګه وايي، د هرات حوزوي روغتون ته یې ۱.۷ ټنه د درملو کڅوړو او د حفظ الصحې توکو مرسته کړې ده.

دغه سازمان ویلي چې په راتلونکو دوو میاشتو کې به په ټول افغانستان کې له ۱۰ زره کسانو سره روغتیايي مرستې وکړي.

ملګرو ملتونو تر دې مخکې ویلي وو چې د افغانستان روغتیايي سیستم د بودجې د کمښت او د ښځینه ډاکټرانو د کمښت له امله له جدي ننګونو سره مخ دی.

د تېر کال په سلواغې میاشت کې د بشري حقونو د څار سازمان په یوه راپور کې ویلي وو، چې د افغانستان له روغتیايي برخې سره د بهرنیو مرستو کمښت او د طالبانو له خوا د ښځو له حقونو څخه جدي سرغړونو د میلیونونو افغانانو روغتیا له ګواښ سره مخ کړې ده.