افغانستان

 طالبان: له هرات څخه سعودي عربستان ته مستقیمې الوتنې پیل شوې

د طالبانو تر واک لاندې د ټرانسپورت او ملکي هوايي چلند وزارت اعلان وکړ چې د هرات له هوايي ډګر څخه جدې ته مستقیمې الوتنې پیل شوې دي.

دغه وزارت وايي، لومړۍ الوتنه د سه شنبې په شپه د اریانا افغان هوايي شرکت له خوا ترسره شوه.

دغه وزارت پر اېکس یوه ویډیو کې اعلان کړی چې د اریانا افغان هوايي شرکت به هره اونۍ یوه الوتنه ترسره کوي.

 د تېرې شپې په الوتنه کې ۱۲۷ تنه کسان جدې ته لېږدول شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېر حکومت له سقوط وروسته د هېواد ډېری هوايي ډګرونه له فعالیته وتلي دي. که څه هم،١٤٠١کال په غبرګولي کې، طالبانو د متحده عربي اماراتو سره د کابل، کندهار، هرات او مزار شریف د هوایي ډګرونو د اداره کولو تړون لاسلیک کړ.