افغانستان

طالبان: له ایران څخه څلور زره افغان بندیان دغه هېواد ته لېږدول شوي

د طالبانو د ویاند مرستیال حمدالله فطرت د دوی تر ادارې لاندې ملي ټلویزیون ته ویلي، چې تر دې دمه څلور زره افغان بندیان له ایران څخه هېواد ته لېږدول شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ایران د بشري حقونو سازمان په یوه راپور کې د اعلان شویو شمېرو پر بنسټ ویلي، چې ایران په تېرو ۷ میاشتو کې ۲۰ تنه افغانان په بېلابېلو تورونو اعدام کړي دي.

د دغه سازمان په راپور کې راغلي چې په دغو ۷ میاشتو کې لږ تر لږه ۳۰۰ کسان د ایران په زندانونو کې اعدام شوي چې ۱۵ یې ښځې، ۴۲ بلوڅان، ۲۰ کردان او ۲۰ افغانان دي.

د ایران حکومت تر اوسه په دې اړه رسمي دریځ نه دی نيولى. خو د نړیوالو حقوقو یو شمېر کارپوهان د افغان اتباعو د اعدامونو د شمېر په اړه اندېښمن دي او وايي چې ظاهراً د افغانستان سیاسي استازولۍ چې په ایران کې د طالبانو له خوا اداره کېږي، دې مسلې ته جدي پاملرنه نه کوي.

د يادونې وړ ده، چې ايران په دې وروستيو کې د افغان کډوالو د نيولو او بيا په زوره د شړلو لړۍ ګړندۍ کړې ده.

په ورته وخت کې په ایران کې یو شمېر افغان کډوال په وروستیو ورځو کې د دغه هېواد د پولیسو او اتباعو له خوا د ناوړه چلند د زیاتوالي خبره کوي.

دوی وايي، وروسته له هغه چې د تهران په ختیځ کې یو ایرانی تبعه ووژل شو، د دغه ځای خلکو ورسره نامناسب چلند کوي او اوس له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

په هغو ویډیوګانو کې چې له شاوخوا دوو اونیو راهیسې په ټولنیزو رسنیو کې خپریږي، لیدل کیږي چې یو شمېر ایراني اتباع په یوه لاریون کې د «مرګ پر افغان کډوالو» شعارونه ورکوي او د دغو کډوالو په وړاندې د ایران د حکومت پر بې غورۍ نیوکې کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې د کډوالۍ نړیوال سازمان تر دې مخکې په یوه راپور کې ویلي وو چې له ۲۰۲۰ کال راهیسې شاوخوا اته میلیونه افغان اتباع له دغه هېواده کډوال شوي دي.

د دغه سازمان د معلوماتو له مخې، د دغو کډوالو له ډلې څخه ۸۵ سلنه یې ګاونډیو هېوادونو په ځانګړې توګه ایران ته او شاوخوا یو میلیون یې اروپا ته تللي دي.

د دغه سازمان په راپور کې راغلي چې د دغو کسانو نږدې ۷۰ سلنه کډوال چې ايران ته کډوال شوي د طالبانو تر واکمنۍ لاندې په افغانستان کې د کاري فرصتونو نشتوالی د دوی د کډوالۍ اصلي لامل ګڼي.