د خبریالانو د خوندیتوب نړیوالې کمېټې په یوه راپور کې په ننګرهار ولایت کې د ۱۷ رسنیو د نشراتو د جواز د ځنډولو د«سمدستي» د لغوه کېدو غوښتنه کړې ده.
د خبریالانو د ملاتړ دغه سازمان وايي، طالبان باید پر رسنیو د فشار او د دوی د پروګرامونو کنټرول بند کړي او ازادو رسنیو ته اجازه ورکړي چې په ازاده توګه فعالیت وکړي.
په اسیا کې د خبریالانو د خونديتوب د نړیوالې کمیټې د پروګرامونو همغږي کوونکې لیه یی وايي: «طالب چارواکي باید ژر تر ژره په ننګرهار ولایت کې د ۱۷ فعالو رسنیو د خپرونو د جواز د ځنډولو پرېکړه لغوه کړي، چې شمیر یې میلیونونو تنو ته رسیږي. طالبان په افغانستان کې پر رسنیو فشار ته دوام ورکوي چې خپل نشرات کنټرول کړي. دوی باید دا عمل پریږدي او خپلواکو رسنیو ته اجازه ورکړي چې په آزاده توګه فعاليت وکړي.»
دا په داسې حال کې ده، چې وړاندې د افغانستان د خبریالانو مرکز په یوه راپور کې ویلي و، چې د طالبانو د حکومت په مشرۍ د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت په ننګرهار ولایت کې د ۱۷ سيمه ييزو رسنیو جوازونه د فریکونسۍ مالياتو د نه ورکړې له امله ځنډولي دي.
د خبریالانو د ملاتړ دغه سازمان د دوشنبې په ورځ (د زمري په ۱۵مه) ويلي و چې طالبانو دغو رسنیو ته خبرداری ورکړی چې تر هغو به د فعالیت اجازه ورنکړي تر څو چې خپل مالیات ورنه کړي.
د افغان خبریالانو مرکز په ننګرهار ولایت کې د خپلو سرچینو په حواله ویلي، چې د مخابراتو او ټکنالوژۍ وزارت د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې (اترا) د رسنیو څښتانانو ته په «شفاهي او لیکلي ډول» د خصوصي راډیوګانو او تلویزیونونو د فریکونسۍ جواز د ځنډولو د پرېکړې په اړه خبر ورکړی دی.