د اوراسيا خبري- شنونکې شبکې په یوه مقاله کې ویلي چې په افغانستان کې د «ترهګرو» ډلو په مهارولو کې د طالبانو پاتې راتلل نه یوازې دا هېواد؛ بلکې سیمه هم ګواښي.
دا خبري- تحلیلي شبکې وايي، چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان په تدریجي ډول د «ترهګرو سازمانونو په روزنځای» بدل شوی دی.
په مقاله کې راغلي، «واک ته د طالبانو بېرته راتګ بېلابېل افراطي سازمانونه چې له افغان طالبانو سره ایډیالوژیکي اړیکې لري، لا زړور کړي دي»
دغه خبري شنونکې شبکه وايي، سیمه ییز ترهګریز سازمان په افغانستان کې د طالبانو د واک ته رسېدو څخه الهام اخلي.
د اوراسيا په مقاله کې راغلي: «کله چې طالبانو پر افغانستان واک تر لاسه کړ، په دې اړه پراخې اندېښنې موجودې وې چې دا هېواد به د ترهګرو ډلو لپاره په امن ځای بدل شي.» له بده مرغه دا اندېښنې رښتينې شوې دي.»
د اورسيا خبري- شنونکې شبکه وايي، له نړیوالې ټولنې سره د خپلو ژمنو سره سره؛ د القاعده په ګډون له ترهګرو ډلو سره د طالبانو اړیکې نه دي پرې شوې. د دغو ډلو بیا راژوندي کېدل نه یوازې په افغانستان کې ثبات ګډوډي؛ بلکې پراخه سیمه هم ګواښي.
يادې خبري شنونکي شبکې په دغه مقاله کې ویلي، د القاعده او تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) په ګډون د څو وسله والو او ترهګرو ډلو شتون د سیمې ثبات ته جدي ګواښ دی.
په نوموړې مقاله کې دغه راز راغلي چې طالبان له دغو ډلو سره له اوږدې مودې راهیسې اړیکې لري او دا مهال د افغانستان خاوره د بیا تنظیمولو، ګمارنې او پر ګاونډیو هېوادونو د بریدونو پلانولو لپاره کاروي.
د اورسيا خبري- شنونکې شبکه وايي چې د ټي ټي پي بیا فعالېدل د طالبانو د تګلارو او له افراطي ډلو سره د ایډیالوژیکي ملګرتیا مستقیمه پایله ده.
له بلې خوا په مقاله کې راغلي چې داعش خراسان ډله په لومړي سر کې د افغان طالبانو او نورو سخت دریځو ډلو له ناراضه غړو څخه جوړ شوی و؛ خو اوس په سیمه کې یوه تر ټولو بې رحمه ترهګره ډله ګرځېدلې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې سنډى ګارډین د دې اونۍ په پیل کې راپور ورکړ چې د داعش خراسان نوي ګمارل شوي غړي په ځانګړي توګه د منځنۍ آسیا هیوادونو څخه افغانستان ته د روزنې او د بریدونو د ترسره کولو لپاره سفر کوي.
د سنډې ګارډین راپور کې راغلي،« د داعش خرسان ډلې د عملیاتو پراخول یوازې په مستقیمو بریدونو پورې محدود نه دي.بلنې دې ډلې په بیلابیلو سیمو کې د اسانتياوو رامنځته کونکو او ملاتړ کونکو شبکې رامینځته کولو باندې هم تمرکز کړی دی. په دې شبکه کې د منځنۍ اسیا، منځني ختیځ او نورو سیمو څخه د بهرنیو جنګیالیو ګمارنه او روزنه هم شامله ده. د منځنۍ اسیا د هېوادونو اتباع چې په کې تاجک او ازبکان هم شامل دي، په ځانګړې توګه د دې ډلې له خوا په نښه شوي دي.ځيني يې مخکې له دې چې خپلو هېوادونو ته ستانه شي او یا نورو سیمو ته لاړ شي د بریدونو څرنګوالی زده کړي لپاره{د طالبانو تر واک لاندې} افغانستان ته ځي.»