په سمنګانو ولايت کې يوه ښځه له اتو مياشتو بند وروسته له کورني زندانه خوشې شوه.
په سمنګانو کې د طالبانو د امنیه قومندان وايي، دغه ښځه د خپل مېړه له خوا زنداني او شکنجه شوې ده.
د سمنګان ولایت د امنیې قومندانۍ په وینا، دغه پېښه د دغه ولایت په فیروز نخچیر ولسوالۍ کې ترسره شوې ده.
دغه ښځه له بنده تر خوشي کېدو وروسته د سمنګان ولایتي روغتون ته د درملنې په موخه لېږدول شوې ده.
طالبان وايي چې د پېښې په تړاو يې دوه تنه نيولي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان بېلابېل ولايتونه په ځانګړې توګه لرې پرتې سيمې تل د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي شاهدې دي.
ناوړه دودونه، د کورنۍ د غړو بې سوادي، جبري ودونه، په ټولنه کې ښځو ته د دویمه درجه انسان په سترګه کتل، په کورنیو کې د نرواکي او کورنۍ شخړې په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي اصلي عوامل بلل کیږي.
په همدې حال کې یو شمېر افغان اتباع وايي، چې د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې د طالبانو د واک تر لاسه کولو او د ښځو د بنسټیزو حقونو پر وړاندې د هغوی د سختو سیاستونو او همدارنګه د فقر او بېکارۍ له امله په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی زیات شوی دی.
دغه هېوادوال وايي، د طالبانو له خوا د ښځو او نجونو له زده کړو څخه د هغوی بې برخې کېدل، د دوی «ښځو ځپونکى» چلند او د بې وزلۍ او بېکارۍ پراخېدل د دغه ډول تاوتریخوالي اصلي لاملونه دي.