د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسي د امریکا له ولسمشر جوبایډن سره په ټلیفوني اړيکه کې ویلي دي چې په غزه کې اوربند په منځني ختیځ کې د سولې او ثبات د راستنېدو «بنسټيز رکن» دی.
د سپینې ماڼۍ د خبرپاڼې پر بنسټ، په دې خبرو کې دواړو لورو د کړکېچ د کمولو او په سیمه کې د سولې او امنیت د ټینګښت لپاره د هڅو پر دوام ټینګار کړی دی.
په خبرپاڼه کې راغلي دي چې په دې خبرو کې په غزه کې د اوربند د هوکړې په موخه د مصر، امریکا او قطر د وروستیو ګډو پرمختګونو په اړه هم خبرې وشوې او د تاوتریخوالي د کمولو په برخه کې د دواړو هېوادونو د هڅو د لا پراختیا پر هوډ هم ټينګار وشو.
ښاغلي السیسي په غزه کې د جګړې د دوام او د سیمې پر ثبات د هغې د منفي اغیزو په اړه خبرداری ورکړى دى.
په دې ټلیفوني خبرو کې د مصر او امریکا جمهور رئیسانو هوکړه وکړه چې په غزه کې د شخړو د پای ته رسولو او همدارنګه د دواړو هېوادونو حل لارې د عملي کولو لپاره د سیمې د ټولو هیوادونو د امنیت او ثبات اساسي تضمین په توګه خپلو خپلې ژورې همکارۍ ته دوام ورکوي.
دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن هم اسراییلو او ایران ته په منځني ختیځ کې د جګړې د پراخېدو خبرداری ورکړی دی.
نوموړي له خپل اسټراليايي سيالانو سره تر ليدنې وروسته په يوه خبري ناسته کې وويل، چې امريکا په مستقيم ډول ايران او اسراييلو ته خبرداری ورکړی، چې په منځني ختيځ کې د جګړې اور ته لمن ونه وهي.
انتوني بلینکن خبرداری ورکړ چې نور بریدونه به یوازې د غیر متوقع پایلو خطر زیات کړي چې هیڅوک به یې کنټرولولو توان ونه لري.