نړۍ

 انتوني بلینکن: امریکا ایران او اسراٸیلو ته ویلي چې په منځني ختیځ کې باید شخړې زیاتې نه شي

انتوني بلنکین د امریکا د بهرنیو چارو وزیر

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن ویلي، چې امریکا په مستقیم ډول ایران او اسراییلو ته خبرداری ورکړی، چې په منځني ختیځ کې هېڅوک هم بايد شخړې زياتې نه کړي.

د رویټرز د راپور له مخې، ښاغلي بلینکن وویل: «موږ له خپلو متحدینو او شریکانو سره ژوره ډیپلوماسۍ د کارولو په حال کې يو او دا پیغام مو مستقیما ایران او اسراییلو ته رسولی دی.»

انتوني بلینکن خبرداری ورکړ چې نور بریدونه به یوازې د غیر متوقع پایلو خطر زیات کړي چې هیڅوک به یې کنټرولولى نشي.

هغه د منځني ختیځ له ټولو خواوو څخه وغوښتل چې د غلطو محاسبو خطر درک کړي او د کړکېچ د کمولو لپاره تصمیم ونیسي. نه دا چې  د دې کړکېچونو د زیاتوالي لامل شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د اسرایلو امنیت ته د امریکا په «پرېکنده ژمنتیا» باندې په ټینګار سره وویل چې امریکا به د «ترهګرو ډلو او د هغوی د ملاتړو» د بریدونو په وړاندې د اسراییلو او د هغه د ځواکونو دفاع ته دوام ورکړي.

ښاغلي بلنکن له خپلو استرالیايي سیالانو سره له کتنې وروسته همدارنګه ویلي چې د غزې په جګړه کې د اوربند او د یرغمل نیونې هوکړې ته د رسېدو لپاره خبرې اترې په وروستیو پړاوونو کې دي او ډېر ژر به پايله ورکړي.

په منځني ختیځ کې د یوې «بشپړې چمتو جګړې» وېره او اندېښنه  وروسته له هغه راپورته شوه چې د حماس ډلې سیاسي مشر اسماعیل هنیه تیره اونۍ په تهران کې ووژل شو او د اسراییلو په وړاندې د ایران لخوا د غچ اخیستنې ګواښونه یې راپورته کړل.

ایران اعلان کړی چې امریکا د اسراییلو د ملاتړ له امله د اسماعیل هنیه د وژنې مسووله ده.

په همدې حال کې د اسرایلو له خوا په بیروت کې په یوه برید کې د حزب الله د جګپوړي پوځي قوماندان فواد شکر وژل کېدو هم په منځني ختيځ کې د غزې د جګړې پر یوې پراخې جګړې د بدلېدو په اړه اندېښنې راپورته کړې دي.