افغانستان

سیکار: د طالبانو ګمارل شوى وزير د روغتيا په برخه کې هيڅ تجربه نه لري

د افغانستان د بیارغاونې لپاره د امریکا ځانګړي مفتش (سیګار) په یوه نوي راپور کې د طالبانو د عامې روغتيا وزير نورجلال ته په اشارې ويلي، چې د طالبانو ګمارل شوى چارواکى د عامې روغتیا په برخه کې «هیڅ تجربه» نه لري.

د سيګار په وينا، نور جلال د غبرګولي په اتمه د طالبانو لخوا د عامې روغتیا وزیر وټاکل شو.

سیګار وايي، هغه له ۱۹۹۶ تر ۲۰۰۱ پورې د طالبانو د کورنیو چارو وزیر و. نوموړی ۱۱ کاله (له ۲۰۰۱ څخه تر ۲۰۱۲ پورې) د ملګرو ملتونو په تور لېست کې و.

د سيګار د راپور پر بنسټ، نور جلال په ٢٠٢٢کال کې د طالبانو ځانمرګي بریدګر د طالبانو د «وياړ» په توګه تعریف کړي وو.

سیګار زیاته کړه، «هغه (نور جلال) د عامې روغتیا په برخه کې هيڅ تجربه نه لري. د نړیوالې پراختیا لپاره د متحده ايالاتو ادارې ویلي چې دوی د خپلو پلي کونکو شریکانو سره په تماس کې دي ترڅو معلومه کړي چې د جلال ګمارنه به په روغتیایی خدماتو څنګه اغېزه وکړي.

سیګار ويلي، د نړیوالې پراختیا لپاره د متحده ایالاتو ادارې یادونه کړې چې د روغتیایی کارمندانو او طالبانو تر منځ اړیکې «په افغانستان کې د لومړنیو روغتیایی مرستو چمتو کولو هڅو لپاره مهمې دي.»

طالبانو د دغه راپور د موندنو په اړه  تراوسه څه نه دي ویلي.