افغانستان

 د ماشومانو د ساتنې بنسټ: په تېرو۶ میاشتو کې په هېواد کې ۳۸ زره کسان د طبیعي پېښو له امله بې ځایه شوي

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ساتنې بنسټ (سېف د چلډرن) وايي، په افغانستان کې په تېرو شپږو میاشتو کې طبیعي پېښو ۳۸ زره کسان له خپلو کورونو بې ځایه کړي دي.

دغه بنسټ په یوه راپور کې ويلي، چې د دغو بې ځایه شویو شاوخوا نیمايي یې ماشومان دي.

د ماشومانو د ساتنې اداره وچکالي، د تودوخې درجې زياتوالى، سېلابونه، ځمکې ښويېدنې، واورې ښویېدنې او توپانونه د دغو بې ځایه کېدو لاملونه ګڼي.

د دې بنسټ په راپور کې راغلي چې دا شمېره د ۲۰۲۳ کال په پرتله ډېره لوړه وه.

دغه سازمان زیاتوي، چې افغانستان هم د ۲۰۲۳ کال ۷۴۷زره ۹۴ بې ځایه شوي ماشومانو په درلودلو د نړۍ د هېوادونو په منځ کې د موسمي ناورینونو له امله د بې کوره ماشومانو تر ټولو زیات شمېر درلود.

د ماشومانو د ساتنې بنسټ همداراز ویلي چې افغانستان د موسم د بدلون له امله شپږم زیانمن هیواد دی. هغه هیواد چې د ناورين له اغېزو سره د مطابقت او چمتوالي لږترلږه وړتیا لري.

په افغانستان کې د ماشومانو د ساتنې د ادارې مشر ارشد مالک وویل: «د موسم ناورين په افغانستان کې بشري ناورین ته لمن وهي. خلک مجبوروي چې خپل کورونه پرېږدي. د اوبو سرچینې ویجاړوي او ښوونځي ته د ماشومانو د تګ مخه نیسي. د ماشومانو ژوند بدلوي. د ۶۰ کلنو کسانو په پرتله په افغانستان کې ماشومان د خپل ژوند په اوږدو کې د وچکالۍ له خطر سره ۵.۳ چنده زیات مخامخ دي.»

دا په داسې حال کې ده، چې د دغه سازمان د راپور پر بنسټ، په هېواد کې نجونې او ښځې د نارینه وو په پرتله په غیر متناسب ډول په ځانګړې توګه هغه کسان چې په زیان منونکو حالاتو کې دي، د موسم له پېښو اغېزمنې دي.