د خوړو نړیوال پروګرام وايي چې د سږ کال په دوبي کې به ۶۰۰ زره امیندواره او شیدې ورکوونکې مېرمنې د بودیجې د کمښت له امله مرستې نه ترلاسه کوي چې د تېر کال په ورته موده کې د دې سازمان له خوا ورسره مرسته شوې وه.
دې سازمان پر اېکس لیکلي چې تیر کال یې پر ١.٦ ملیونه امیندوارو او شیدې ورکونکو مېرمنو بډايه شوي خواړه ویشلي.
د خوړو نړیوال پروګرام د دغو مرستو موخه په افغانستان کې د خوارځواکۍ مخنیوی او درملنه ياده کړې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې د خوړو نړیوال پروګرام تر دې مخکې د « تغذیې د نړیوالې ورځې» په مناسبت په یوه راپور کې ویلي وو چې په هېواد کې ۳ میلیونه ماشومان له خوارځواکۍ سره مخ دي.
دغه سازمان زیاته کړې، چې تېر کال د مرستو له کمېدو وروسته په افغانستان کې په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر ډېر شوی دی.