افغانستان

 طالبانو له افغانستانه د کډوالو د شمېر په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ

د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو چارو وزارت د کډوالو د احصایې په اړه د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېسيون راپور رد کړ.

د طالبانو تر واک لاندې دغه وزارت ویلي چې برعکس  «لومړي ځل لپاره» ٣.٧ ملیونه کډوال له ګاونډیو هیوادونو څخه افغانستان ته راستانه شوي او دا لړۍ دوام لري.

د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو چارو وزارت په داسې حال کې افغانستان ته د ٣.٧ميليونه کډوالو د راساتنېدو خبره کوي، چې له تېر یوه کال راهیسې  ایران او پاکستان د افغان کډوالو د « جبري شړلو» لړۍ پيل کړې ده.

د  کډوالۍ نړیوال سازمان په یوه راپور کې ویلي، چې له ۲۰۲۰ کال راهیسې نږدې اته میلیونه افغانان له دغه هېواده وتلي دي.

د دغه سازمان په وینا، د دغو کډوالړ ۸۵ سلنه یې ګاونډیو هېوادونو په تیره بیا ایران او شاوخوا یو میلیون یې اروپا ته تللي دي.

د راپور له مخې نږدې ٧٠ سلنه کډوال چې ایران ته کډوال شوي د کار د فرصتونو نشتوالی د دوی د کډوالۍ اصلي لامل بولي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ایران د بشري حقونو سازمان «هه نګاو» تازه  په هېواد کې د افغان کډوالو د وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې او د کډوالو په وړاندې یې د «حکومتي او ټولنیز نژاد پالنې» د زیاتیدو خبرداری ورکړی دی.

دغه سازمان پرون( دوشنبه، زمري ١٥مه) په یوه خبرپاڼې کې ویلي چې له افغان کډوال او آن له افغاني نژاده ایرانیانو سره د چلند وضعیت خطرناک دی او د افغان کډوالو پر وړاندې حکومتي او ټولنیز توکمپالنه د اندیښنې وړ ده.