د فرانسې د فوټبال ملي لوبډلې د پارېس د ۲۰۲۴ کال المپیک د فوټبال سیالیو په نیمه پای لوبه کې مصر ته ٣پر ١ ماتې ورکړه او وروستي پړاو ته یې لاره پیدا کړه.
د دواړو لوبډلو ترمنځ دا لوبه د دوشنبې په شپه د فرانسې د لیون ښار په ګروپاما لوبغالي کې ترسره شوه.
لوبه په ټاکلي وخت ۹۰ دقیقو کې١پر ١ مساوي پای ته ورسېده او د اضافي وخت په ۳۰ دقیقو کې دواړو لوبډلو لوبه وکړه.
په دې بریا سره به فرانسه په پای لوبه کې د اسپانیا له ملي لوبډلې سره مخامخ شي.
ټاکل شوې د دې سیالیو پای لوبه د جمعې په ورځ ترسره شي او د مراکش او مصر ترمنځ د ډلبندۍ لوبه به د پنجشنبې په ورځ ترسره شي.