په بنګله دېش کې له پراخو لاريونونو وروسته د دغه هېواد لومړۍ وزیرې شېخ حسینه د دوشنبې په سهار خپل هېواد پرېښود.
د بنګله دېش رسنیو راپور ورکړی چې د دغه هېواد لومړۍ وزیرې هغه مهال په الوتكه کې له هېواده وتلی چې قهرجنو لاريون کوونکو د هغې پر دفتر برید وکړ.
د فرانس پرېس د شېخ حسینې د یوه خپلوان په حواله راپور ورکړی چې هغه او خور یې«خوندي ځای ته» تللي دي.
د يادونې وړ ده، چې شېخ حسینه د بنګله دېش د لومړۍ وزیرې له څوکۍ هم استعفا کړې ده.
دغو رسنیو ویلي دي چې د هغې الوتکې هند ته الوتنه کړې ده.