په خیبر پښتونخوا، بلوچستان او ګلګت بلتستان ایالتونو کې پرون (یکشنبه، زمري ١٤مه) د سختو بارانونو او سېلابونو له امله ۱۲ کسان مړه شوي دي.
د پاکستاني رسنیو د راپورونو پر بنسټ، په خیبر پښتونخوا ایالت کې د طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتوالي ادارې ویلي، چې په دې پېښو کې ۲۱ تنه ټپیان شوي دي.
دغه ادارې زياته کړې، چې تر ټولو زيات مرګ ژوبله په کرک، دير سفلي، چارسده او جنوبي وزيرستان کې شوې ده.
پاکستاني رسنیو ویلي دي چې د دغو پېښو د نورو قربانیانو د جسدونو د موندلو هڅې لا هم روانې دي.
د دغو راپورونو له مخې، یوازې په ټانک ولسوالۍ کې د کور د چت د پرېوتو له امله یوه مېرمن او د هغې دوه ماشومان مړه شوي او د دې کورنۍ څلور نور غړي هم ټپیان شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان د ټانک – جنوبي وزیرستان لاره هم د سیلابونو له امله بنده ده.