د مقاومت جبهه ادعا کوي چې په تېره یوه میاشت کې یې د طالبانو پر پوستو لږ تر لږه ۴۰ بریدونه کړي دي.
د مقاومت د جبهې ویاند میثم نظري پر اېکس ليکلي، چې دغه بریدونه په ۱۲ ولایتونو کې ترسره شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان د امنیت د څار ادارې تېره اونۍ په یوه راپور کې ويلي چې د دغه بنسټ خپلواکو سرچینو په تېره یوه میاشت کې د مقاومت د جبهې له خوا یوازې ٧ بریدونه تایید کړي دي.
طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
په داسې حال کې چې طالبان په ټول افغانستان کې د امنیت د ټينګښت ادعا کوي، د افغانستان د امنیت د څار بنسټ د جولای په میاشت کې په یوه راپور کې ویلي چې د تېرې میاشتې په پرتله په دې میاشت کې د طالبانو ضد جبهې بریدونه۴۰ سلنه زیات شوي دي.
د دغه راپور پر بنسټ، په تېره یوه میاشت کې په ټول هېواد کې ۵۸ د امنیت ضد پېښې شوي، چې په کې د طالبانو ضد جبهې بریدونه، د طالبانو د داخلي ډلو ترمنځ نښتې او دوه نامعلوم بريدونه شامل دي.