په داسې حال کې چې هیڅ هیواد په افغانستان کې د طالبانو واکمني په رسمیت نه ده پېژندلې، د طالبانو د رٸيس الوزرا سیاسي مرستیال عبدالکبیر په لوېديځو ډیپلوماټانو غږ کړی چې په کابل کې خپل سفارتونه بیرته پرانیزي.
طالبان وايي، عبدالکبیر د یکشنبې په ماښام په دوحه کې د امریکا، برتانیا، کاناډا، ایټالیا، فرانسې، جنوبي کوریا، استرالیا او جرمني سفارتونو له ډیپلوماټانو او چارواکو سره وکتل.
په نړۍ کې هېڅ هېواد تراوسه طالبان په رسمیت نه دي پېژندلي او ډېرو دغو هېوادونو له طالبانو سره د سفارتي او کونسلي اړیکو له جوړولو ډډه کړې ده. د ښځو او نجونو پر حقونو او ازادیو د طالبانو د سختو محدودیتونو لرې کول او د یوه ټول ګډونه حکومت جوړول له طالبانو د نړۍ د غوښتنو یوه برخه ده.
طالبانو پخوا ویلي چې د افغانستان ګاونډیان په ځانګړې توګه ایران باید د طالبانو په رسمیت پېژندلو کې مخکې شي، خو د چین او روسیې په ګډون دغو هېوادونو چې له طالبانو سره نږدې اړیکې هم لري، له دې کاره ډډه کړې ده.
په دې وروستیو کې د امریکا استازې نانسي مېس د پنجشنبې په ورځ په کانګرېس کې یو لایحه چې طالبان د یوه ترهګريز سازمان په توګه اعلانوي وړاندې کړه او په افغانستان کې د طالبانو د رژیم په رسمیت پېژندلو سره خپل مخالفت څرګند کړ.
د کانګرېس دغه غړې پر اېکس لیکلي چې هغې ياده لايحه لاسلیک کړې ده.
د کانګرېس د دغې غړې په بيانه کې راغلي: « د امریکا د کانګرېس غړې نانسي مېس په زړورتیا سره د «ترهګرو دولتونو په رسميت پیژندنې د ٢٠٢٤کال د مخنیوي قانون » په وړاندې کولو سره د افغانستان د اسلامي امارت په رسمیت پیژندلو پر وړاندې په زړورتيا سره ولاړه ده.»
په دغه لایحه کې د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر څخه غوښتنه شوې چې طالبان دې د يو «بهرني ترهګريز سازمان او د ترهګرۍ ملاتړی رژیم» په توګه اعلان کړي.