نړۍ

 دوامدار لاریونونه: د بخښنې نړیوال سازمان په بنګله دېش کې وضعیت « د اندېښنې وړ» وباله

د بخښنې نړیوال سازمان وايي، په بنګله دېش کې د لاريونونو پرله پسې دوام او د راپورونو له مخې د ۱۴ پولیسو په ګډون شاوخوا ۱۰۰ کسانو وژل کېدنه د ډېرې اندېښنې وړ ده.

په هغه خبرپاڼه کې چې د دې سازمان لخوا پر اېکس خپره شوې، ویل شوي: « {بنګله دېش}حکومت مکلف دی چې د سوله ایزو غونډو لپاره یو سوله ایز چاپیریال رامنځته کړي او باید د لاریونونو د تاوتریخوالی د کمولو لپاره اړین، معقول او متناسب اقدامات وکړي، د امنیت ساتنه وکړي؛ ترڅو د د لاريون له  حق څخه ملاتړ وشي.»

د بخښنې نړیوال سازمان په دې هیواد کې د قانون پلي کوونکو ادارو څخه غوښتنه کړې چې د ډیر جدي ټپي کېدو او ژوند له لاسه ورکولو مخنیوي لپاره له زغم څخه کار واخلي.

دغه سازمان وايي: «د قانون پلي کونکي کولای شي د وضعیت د کنټرول لپاره يوازې لږترلږه ځواک وکاروي کله چې خورا اړین او متناسب وي. چارواکي باید د هغه څه څخه ډیر زیان ونه رسوي چې دوی یې مخنیوی کوي.»

د يادولو وړ ده، چې په بنګله دېش کې د محصلینو په لاريونونو کې لږ تر لږه ۹۱ تنه زده کړيالان وژل شوي او سلګونه نور ټپیان شوي دي.

د اګسټ په څلورمه نېټه په دغه هېواد کې د لاريون کوونکو او پوليسو تر منځ په نښتو کې لږ تر لږه ۱۳ پوليس وژل شوي او مظاهره کوونکي د دغه هېواد د لومړۍ وزيرې شيخ حسينې د استعفاء غوښتونکي دي.

دغه لاريونونه وروسته له هغه په ​​تاوتريخوالي بدل شول، چې په دغه هېواد کې لاريون کوونکو، چې ډېرى يې ځوان زده کړيالان دي، په بنګله دېش کې د ملکي خدمتونو د ګمارنو په قانون کې د تعديل په موخه سوله ييز لاريونونه وکړل.