افغانستان

ایران او پاکستان په یوه ورځ کې څه باندې ۱۸۰ کډوالې کورنۍ اېستلي

Afghan migrants returning to Afghanistan after repatriation from Pakistan. File Photo.

په یوه ورځ کې څه باندې ۱۸۰ افغان کډوالې کورنۍ له ایران او پاکستان څخه وېستل شوې او هېواد ته راستنې شوې دي.

د طالبانو لخوا تر ادارې لاندې د باختر اژانس راپور ورکړی چې پرون( یکشنبه، زمري ١٣) ١٨١ افغان کډوالې کورنۍ «په جبري ډول او په خپله خوښه» له ایران او پاکستان څخه وېستل شوي دي.

په راپور کې ویل شوي چې دغه کډوال د ننګرهار، کندهار، نیمروز او هرات ولایتونو له لارو افغانستان ته داخل شوي دي.

د طالبانو تر ادارې لاندې دغه آژانس زياتوي، چې ۳۰ کورنۍ د تورخم  او ۶۰ کورنۍ د سپین بولدک له لارې هېواد ته داخلې شوې دي.

په همدې حال کې او د دغه راپور پر بنسټ،  ۵۸ کورنۍ د نیمروز ولایت د پل ابرېشم او ۳۳ کورنۍ د هرات د اسلام کلا له لارې افغانستان ته داخلې شوې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېسيون په یوه تازه راپور کې ویلي چې په تېره یوه اوونۍ کې له پاکستانه د راستانه شویو کډوالو کې ۵۰ سلنه يې ښځو تشکيلول.

په همدې حال کې په دې وروستیو ورځو کې په ایران کې یو شمېر افغان کډوالو د دغه هېواد د پولیسو او اتباعو لخوا له دوى سره د ناوړه چلند خبره کوي.

دوی وايي چې د تهران په ختیځ کې د یوه ایراني وګړي له وژل کېدو وروسته د دغه هېواد خلک ورسره ناوړه چلند کوي او اوس له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

په تېره اوونۍ کې په ټولنیزو رسنیو کې خپرې شوې ویډیوګانې ښيي چې د تهران د ۱۵مې ناحیې یو شمېر اوسېدونکي د «مرګ پر افغان کډوالو» شعارونه ورکوي او د دغو کډوالو په اړه د ایران د حکومت پر بې غورۍ نيوکه کوي.

په عین حال کې، پاکستان د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ ګړندۍ کړې، چې د طالبانو له خوا تر ګواښ لاندې افغان کډوال يې اندیښمن کړي دي.