افغانستان

 په ۱۵ ولایتونو کې د سختو بارانونو او سېلابونو احتمال

Floods in northern Baghlan province. May 2024. File photo.

د طالبانو تر کنټرول لاندې د هوا پېژندنې ادارې په یوه خبرپاڼه کې خبرداری ورکړی، چې سبا (دوشنبه، د زمري ۱۵مه) په ۱۵ ولایتونو کې د سختو بارانونو او سېلابونو احتمال شته.

د خبرپاڼې له مخې، بدخشان، کونړ، نورستان، ننګرهار، لغمان، لغمان، میدان وردګ، لوګر، پکتیا، خوست، پکتیکا، غزني، زابل، کندهار، اروزګان او هلمند ولایتونه به د سختو بارانونو او سېلابونو شاهدان وي.

په دغو ولایتونو کې د اورښت اټکل له ۱۵ تر ۴۰ ملي مترو پورې او له دوړې سره د باد اندازه د ۵۰ او ۷۰ کیلومترو ترمنځ اټکل شوې ده.