افغانستان

ایران او پاکستان په یوه ورځ کې له ۱۲۰ زیاتې کډوالې کورنۍ اېستلي

عکس از آرشیف

په یوه ورځ کې څه باندې ۱۲۰ افغان کډوالې کورنۍ له ایران او پاکستان څخه وېستل شوې او هېواد ته راستنې شوې دي.

د طالبانو تر ادارې لاندې د باختر اژانس راپور ورکړی چې د شنبې په ورځ ۱۲۴ افغان کډوالې کورنۍ له ایران او پاکستان څخه په « جبري ډول او په خپله خوښه» وېستل شوې دي.

په راپور کې راغلي چې دغه کډوال د ننګرهار، کندهار، نیمروز او هرات ولایتونو له لارو هېواد ته داخل شوي دي.

د طالبانو تر ادارې لاندې دغه خبري آژانس زياتوي، چې ۳۴ کورنۍ د سپین بولدک له لارې او ۴۰ کورنۍ د تورخم له لارې افغانستان ته داخلې شوې دي.

د راپور له مخې، په همدې حال کې ۱۸ کورنۍ په نیمروز کې د پل ابرېشم او ۳۲ کورنۍ د هرات د اسلام کلا له لارې هېواد ته داخلې شوې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو ورځو کې په ایران کې یو شمېر افغان کډوال له دوى سره د پولیسو او ایراني اتباعو د ناوړه چلند  خبره کوي.

دوی وايي چې د تهران په ختیځ کې د یوه ایراني تبعه له وژل کېدو وروسته هلته خلک ورسره ناوړه چلند کوي او اوس له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

په تیره اونۍ کې په ټولنیزو رسنیو کې خپرې شوې ویډیوګانې ښیي چې د تهران د پنځلسمې ناحیې ځیني اوسیدونکي د «مرګ پر افغان افغان کډوالو» شعارونه ورکوي او د دغو کډولو په اړه د ایران د حکومت پر بې غورۍ نیوکه کوي.

په عین حال کې، پاکستان د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ ګړندۍ کړې، چې د طالبانو د ګواښ لاندې افغان کډوال يې اندېښمن کړي دي.