د کاملا هرېس د کمپاین دفتر اعلان وکړ چې د ډونلډ ټرمپ د هغه وړاندیز سره مخالف دی چې د سپټمبر په څلورمه به په فاکس نیوز کې مناظره وکړي.
د رویټرز د راپور پر بنسټ، د امریکا د ۲۰۲۴ کال د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د ډیموکراټ ګوند د نوماندې کاملا هرېس د کمپاین مرکز په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دا وړاندیز ردوي؛ ځكه چې ټرمپ په اى بي سي نیوز کې د ټاکنيزې مناظرې د ترسره کولو لپاره پخوانی مهالویش بدل کړی دی.
ښاغلي ټرمپ مخکې په خپله ټولنیزه شبکه «تروت»کې اعلان وکړ چې هغه چمتو دی چې د هرېس سره مناظره وکړي.
هغه وویل: «د هغه مقررات به زما د مناظرې قواعدو ته ورته وي چې د ویده شوي جو (بایډن) سره ، چې ګوند یې له هغه سره ناوړه چلند وکړ؛ خو دا ځل د لیدونکو څخه ډک میدان کې.»
د ټرمپ د وړاندیز په ځواب کې د آغلې هرېس د کمپاین دفتر لخوا خپره شوې خبرپاڼې کې راغلي: «ډونالډ ټرمپ وېره لري او هڅه کوي له هغه بحث څخه شاته شي چې مخکې یې هوکړه کړې وه او مستقیم فاکس نیوز ته لاړ شي ترڅو دغه شبکه هغه وژغوري. هغه باید خپلې لوبې ودروي او هغه مناظرې ته حاضر شي چې مخکې یې د سپټمبر په ١٠ د ترسره کولو هوکړه کړې وه. د متحده ایالاتو مرستیالې ولسمشره به هم په هغه طريقه دې مناظرې ته حاضره شي ترڅو په لومړي وخت کې د ملي لیدونکو سره د خبرو کولو فرصت وکاروي. موږ به خوښ شو که د دواړو نوماندانو دفترونو هوکړه وکړه، چې په نورو مناظرو کې خبرې وکړو.»
د مېرمن هرېس د کمپاین ډلې د ډونالډ ټرمپ د دې خبرې په دوام د ټرمپ ته په کنايه ډول لیکلي دي: «هغه څوک چې په هر وخت، هر ځای او هر مکان کې د مناظرې ادعا کوي، باید له دې وړاندیز سره ستونزه ونه لري. بې له دې چې هغه د سپټمبر په لسمه نېټه د مناظرې له پروګرام څخه ډېر ډارېږي.»
ټرمپ د شنبې په سهار په یوه پوسټ کې ويلي چې هغه د فاکس نیوز سره هونړې ته رسیدلی ترڅو د سپتمبر په ٤ د کاملا هرېس سره د تلویزیوني مناظرې کوربه توب وکړي.
د متحده ایالاتو پخواني ولسمشر ويلي چې هغه برنامه چې د جو بایډن سره د هغه د دوهمې مناظرې د ترسره کولو لپاره ټاکل شوې وه مخکې له دې چې هغه د سپتمبر په ١٠ نیټه د اى بي سي نيوز شبکې د ولسمشرۍ له نوماندۍ څخه وځي، د بایډن د وتلو له امله نور اعتبار نلري.
فاکس نیوز لا دمخه یو بل وړاندیز کړی و چې د سپټمبر په ١٧ د ټرمپ او هرېس ترمنځ مناظره ترسره کړي او آن دوی ته يې بلنه هم لیږلې وه.
د یادولو وړ ده چې کاملا هرېس په دې وتوانید چې د ډیموکراټ ګوند د چارواکو څخه د ګوند د ولسمشريزو ټاکنو نوماندې په توګه په کافي اندازه ملاتړ رایې ترلاسه کړي؛ ترڅو په رسمي توګه د جوبایډن ځای ناستې شي.