د ایران د بهرنیو چارو سرپرست وزیر علی باقري کني د پاکستان له مرستیال لومړی وزیر او د بهرنیو چارو له وزیر محمد اسحاق ډار سره په ټليفوني اړيكه کې د حماس د سیاسي دفتر مشر اسماعیل هنیه د وژنې په هکله چې په تهران کې مېلمه ؤ، خبرې اترې وکړې.
د ایراني رسنیو د راپورونو پر بنسټ ښاغلي باقري کني په دې خبرو کې ویلي چې د اسماعیل هنیه وژل به دوه پایلې ولري. لومړی، د دې وژنې په وړاندې د ایران پرېکنده غبرګون او بل د ثبات او امنیت په ګډوډولو او په سیمه کې د کړکېچ په زیاتولو کې د اسراٸیلو د «ناوړو» کړنو اغېز، چې د اسلامي هېوادونو او سیمې لپاره اړینه ده، چې پر وړاندې یې چوپ پاتې نه شي.
په دې خبرو کې د ایران د بهرنیو چارو سرپرست وزیر همداراز د اسلامي هېوادونو د «فوق العاده» غونډې د جوړولو وړاندیز وکړ او له پاکستانه یې وغوښتل چې د دغه اقدام ملاتړ وکړي او د اسرائیلو د اقداماتو د دوام د مخنیوي لپاره له خپل ظرفیت څخه کار واخلي.
د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر هم د اسلامي همکاریو د سازمان د فوق العاده غونډې د ترسره کولو د وړاندیز هرکلی وکړ.
هغه په تهران کې د اسماعیل هنیه وژنه د نړیوالو قوانینو او د ایران له ملي حاکمیت څخه ښکاره سرغړونه وبلله.
اسماعیل هنیه د دغه هېواد د نوي ولسمشر مسعود پزشکيان د لوړې په مراسمو کې د ګډون لپاره ایران ته تللی و او د چهارشنبې په ورځ (د زمري ۱۰) له خپل ساتونکي سره یوځای ووژل شو.
د نیویارک ټایمز د راپور پر بنسټ، ځینو ایراني او د حماس چارواکو ویلي دي چې د حماس د مشر له وژل کېدو وروسته د دغه برید مسٶل اسرائیل دی.