نړۍ

پر غزې او لويديځه غاړه د اسرائيلو په هوايي بريدونو کي ۲۴ کسان وژل شوي

حماس اعلان کړی چې پرون (شنبه، اګست ۳) د غزې په ښار کې پر یوه ښوونځي چې کډوالو ته یې پناه ورکړې وه، د اسرائیلو په هوايي بریدونو کې لږ تر لږه ۱۵ فلسطینیان وژل شوي دي.

د رویټرز د راپور له مخې، د اسرای،ٸیلو پوځ وايي، له دې ښوونځي څخه د حماس د قوماندې د مرکز او د وسلو د جوړولو په توګه کار اخیستل کېده. هغه تورونه چې حماس رد کړي دي.

په همدې حال کې طولکرم ته نږدې د اسراٸيلو په دوو نورو هوايي بریدونو کې د حماس او د فلسطین اسلامي جهاد پورې تړلي ۹ فلسطینیان وژل شوي دي.

حماس وايي، په وژل شویو کې یو یې د طولکرم د لوا قوماندان و او د دې ډلې متحد اسلامي جهاد هم تایید کړې چې په دغه برید کې وژل شوي څلور نور کسان هم د دغې ډلې غړي وو.

خو د اسرائیلو د پوځ په وینا، له دغه برید څو ساعته وروسته، په دغه سیمه کې يې د دویم هوايي برید کې د مخالفينو یوه بله ډله په نښه کړه، چې د دغه هېواد په طولکرم کې چې دوى يې د «ترهګرۍ ضد عملیاتو» بولي، په ترڅ کې پر اسرائیلي پوځیانو ډزې وکړې.

د فلسطین د وفا خبري اژانس د راپور له مخې په دغه برید کې څلور تنه وژل شوي او حماس هم تایید کړې چې په دغه برید کې وژل شوي کسان د دغې ډلې جنګیالي دي.

اسرائیلي پوځ ویلي، د دغو بریدونو موخه د وسله والو سره مقابله او په رفح او د غزې د تړانګې په نورو برخو کې د حماس د زیربناوو ویجاړول دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د غزې د روغتيايي چارواکو په وينا، د اسراييلو او حماس ترمنځ د جګړې له پيل راهيسې په غزه کې د اسراٸيلو په پوځي عملياتو کې لږ تر لږه ٣٩٥٥٠ فلسطينيان وژل شوي دي.