افغانستان

په ۱۸ ولایتونو کې د سختو بارانونو او سېلابونو احتمال

د طالبانو تر واک لاندې د ترانسپورټ وزارت د هوا پېژندنې ادارې د افغانستان په ۱۸ ولایتونو کې د سختو بارانونو او سېلابونو د احتمال خبرداری ورکړی دی.

د طالبانو تر واک لاندې دغه ادارې په یوه خبرپاڼې کې ویلي، چې سبا (زمري ۱۴) د افغانستان په شمالي، جنوبي او ختیځو ولایتونو کې له سختو بادونو سره د بارانونو احتمال شته.

په افغانستان کې سږ کال سېلابونو ډېر زیانونه اړولي دي.

د خوړو نړیوال پروګرام د چنګاښ  په میاشت کې ويلي و چې د بغلان په ګډون په څو ولایتونو کې د سیلابونو له امله ۳۰۰ کسان مړه شوي دي.