هندي رسنیو خبر ورکړی، چې د دغه هېواد په شمال کې د سختو بارانونو او سیلابونو له امله ۱۱ تنه مړه شوي او لسګونه نور لادرکه دي.
د هند سیمه ییزو رسنیو خبر ورکړی، چې د هماچل پرادېش او اترکنډ په ایالتونو کې سخت بارانونو د سېلابونو او ځمکې ښویېدونې سبب ګرځېدلي دي.
د راپورونو له مخې د هماچل پرا دېش په مرکز شیمله او شاوخوا سیمو کې تر ۵۰ زیات کسان لادرکه شوي او په اترکنډ کې په سېلابونو کې تر ۲۰۰ ډېر کسان بند پاتې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د سه شنبې په ورځ د هند په جنوبي ایالت کرالا کې هم د سختو بارانونو له امله ځمکښویدنه رامنځ ته شوې وه.
د دغو راپورونو پر بنسټ، د ژغورنې عملیات اوس هم دوام لري.
د راپورونو له مخې په دې پېښه کې د مړو شمېر ۲۵۶ ته لوړ شوی دی.
د هندي چارواکو په وینا په دې پېښه کې تر ۲۰۰ ډېر کسان ټپیان شوي او ۲۲۰ کسان لا هم لا درکه دي.