د امريكا د ولسمشريزو ټاکنو کې د جمهوري غوښتونکو نوماند ډونلډ ټرمپ په پنسلوانیا کې د خپل ټاکنيز کمپاین پرمهال خپله احتمالي سیاله کاملا هرېس « افراطي ليونۍ» وبلله.
ټرمپ مخکې د هرېس پر نژادي هویت نيوکه کړې وه او ټینګار یې کړی و چې هغه د سیاسي موخو لپاره کاروي.
په ورته وخت کې، کاملا هرېس د ټرمپ څرګندونې «تفرقه اچونه و بې احترامي» وبللې او ټینګار یې وکړ چې نژادي توپیر د متحده ایالاتو اتباع سره نه جلا کوي.
د امریکا ولسمشریزې ټاکنې به د نومبر په پنځمه ترسره شي او د جوبایډن تر ګوښه کېدو وروسته به د ټرمپ په مقابل کې د ډیموکراټ ګوند نومانده کاملا هرېس وي.