ورزش

افغان لامبو وهونکی فهیم انوري د پاریس په المپیک کې اتم مقام خپل کړ

د افغان لامبو وهونکى فهیم انوري نن (پنجشنبه، زمري١١مه)  د ۲۰۲۴ کال د پارېس المپیک سیالیو کې له خپلو سیالانو سره سيالي وکړه.

ښاغلي انوري د ٥٠متره آزاده لامبو وهنې په درېيمه لوبه کې اتم مقام خپل کړ.

هغه ٥٠متره واټن په ٢٧ ثانیو  ١٤سلمې ثانبه کې طى کړى.

په دې ډله کې د تاجکستان فخرالدین مادکاموف لومړی مقام خپل کړ.

په همدې حال کې ټاکل شوې ده، چې کیمیا یوسفي د جمعې په ورځ د خپلو سیالانو په وړاندې د ۱۰۰ مترو په واټن کې سیالي وکړي.

تر دې مخکې د افغانستان محمد صمیم فیض زاده د سه شنبې په ورځ له خپل اسټرليايي سیال څخه ماتې وخوړه.

د يادولو وړ ده، چې فهیم انوري په لامبو، کیمیا یوسفي په ځغاسته، محمد صمیم فیض زاده په جودو، فریبا هاشمي په بایسکل ځغلوونه، شاه محمود نورزی په ځعاسته او یولدوز هاشمي په بایسکل ځغلونه کې د افغانستان استازيتوب کوي.

خو پنځه نور افغان ورزشکاران په پارېس المپیک د نړیوالې کمېټې د کډوالو د ډلې په چوکاټ کې برخه لري.