افغانستان

طالبانو په خوست کې ۹ تنه په عام محضر کې په درو ووهل

طالبانو  نهه تنه د «غلا، نامشروع اړیکو، جعل، رشوت او د الکولي څښاکو د پلورلو» په تور په عام محضر کې په درو ووهل.

د طالبانو سترې محکمې په يوه خبرپاڼه کې ويلي، چې دغه کسان نن (پنجشنبه، د زمري ١١مه) د خوست ولايت پر پوله په درو ووهل.

د دغه خبرپاڼې پر بنسټ، طالبانو له دغو تورنو کسانو څخه دوه تنه په «۳۹ درو » ووهل او په ۱۸ میاشتو بند يې محکوم کړل او همدارنګه يو بل تورن کس يې په ۳۹ وهلى او په ٣کاله بند محکوم کړى دى.

په ورته وخت کې د طالبانو ستره محکمه وايي، چې دوی یو تورن «۳۵ درې» وهلي او په یو کال بند يې محکوم کړى او دوه تنه نور تورن کسان چې «۳۹»وهل شوي هم په یو کال بند محکوم شوي دي.

د دغه خبرپاڼې له مخې، طالب چارواکو یو بل تورن په «۳۹ دورو» وهلی او په دوه کاله بند محکوم کړی او اتم تورن یې هم په «۳۵ دورو» وهلی او په شپږ میاشتی بند محکوم کړی دی.

په همدې حال کې د طالبانو ستره محکمه وايي، چې نهم تورن کس يې په خوست کې په «۳۹»درو وهلى دی.

دا په داسې حال کې ده، چې د ملګرو ملتونو په ګډون نړیوالو او بشري حقونو سازمانونو په پرله پسې ډول د طالبانو له خوا تورنو کسانو ته د سزا ورکولو پر څرنګوالي نیوکه کړې او ویلي یې دي چې طالبان د وکیل ته له لاسرسي او قانون ته له پام پرته تورن کسان مجازات کوي.

له بلې خوا د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې د بشري وضعیت په اړه په خپل کلني راپور کې ویلي چې د طالبانو له خوا تورنو کسانو ته د سزا ورکولو دا طریقه «غیر اخلاقي» ده او باید ژر تر ژره ودرول شي.

د آهو موندنې ښيي چې طالبانو په تېرو درېیو کلونو کې په ټول هېواد کې د ۱۰۶ ښځو په ګډون ۵۹۷ کسان په عام محضر کې په دُرو وهلي دي.