افغانستان

د ملګرو ملتونو د بنديزونو سربېره د طالب چارواکو د سفرونو دوام، عبدالکبير قطر ته ولاړ

د طالبانو د لومړي وزیر مرستیال عبدالکبیر د پنجشنبې په ورځ قطر ته تللى.

دا سفر په داسې حال کې کېږي چې د طالبانو د دغه چارواکي نوم  د ۲۰۰۷ کال د اکټوبر په میاشت کې د بغلان په برید کې د لاس لرلو له امله چې پکې د سید مصطفی کاظمي او د پارلمان د نورو غړو په ګډون ۷۲ کسان ووژل شول، ملګرو ملتونو د بنديزونو په تور لېست کې دی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې عبدالکبیر به د حماس د سیاسي مشر اسماعیل هنیه د خاورو ته د سپارلو په مراسمو کې ګډون وکړي.

د طالبانو دغه چارواکی د دوشنبې په ورځ ایران ته تللی و.

تر دې مخکې د سراج الدین حقاني په ګډون یو شمېر نورو طالب چارواکو هم چې د ملګرو ملتونو په تور لېست کې دي، بهر ته سفرونه کړي دي.