هندي چارواکو ویلي دي چې په کرالا ایالت کې د ځمکې ښویدنې له امله د مړو شمېر ۱۶۷ تنو ته رسېدلی دی.
د رویټرز د راپور پر بنسټ، نږدې زر کسان له خټو څخه ژغورل شوي او ٢٢٥ کسان لا هم لادرکه دي.
د هندي چارواکو په وینا په دې پېښه کې ۱۹۵ نور کسان ټپیان شوي هم دي.
د آسيا نيټ ځايي تلويزيون د دغې طبيعي پېښې د مړو شمېر ۱۷۹ تنه اعلان کړی دی. دغې رسنۍ ویلي چې په دې پېښه کې له ۳۵۰ تر ۴۰۰ کورونه ویجاړ شوي او یا هم زیانمن شوي دي.
د يادولو وړ ده چې د هند په کرالا ایالت کې چې يوه سياحتي سيمه ده،بارانونه د ځمکې ښویدنې او خټو ښوېدو او د خلکو د کورنو د ويجاړېدو لامل ګرځيدلي دي.
دا پیښه د ٢٠١٨ څخه راپدېخوا په دغه ایالت کې ترټولو خونړۍ سېلاب پیښه بلل کیږي.
د هند پوځ وايي تر اوسه یې په سیمه کې زر کسان ژغورلي او په سیمه کې یې د یوه نوي پله د جوړولو کار پیل کړی دی. مخکنی پل چې د مانډاکني سیمه له چورالمالا ښارګوټي سره نښلوي د ځمکې ښویدنې له امله ویجاړ شوی دی.
د هند سمندري ځواکونو ویلي چې سیمې ته یې د ژغورنې ډلې رسېدلې او سیمې ته ژغورونکې الوتکو استول شوې دي، خو «د باران له امله د هوا خراب وضعیت» ننګونې رامینځته کړې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې په وروستیو کلونو کې، هند د موسم د بدلون له امله د سختو طبیعي پېښو شاهد دی، چې د سختو بارانونو او ورښتونو څخه تر سېلابونو، وچکالي او طوفانونه پکې شاملېږي.