نړۍ

د الجزیرې دوه خبریالان پر غزې د اسراییلو په برید کې ووژل شول

د الجزیرې خبري شبکې لیکلي، چې پر غزې د اسرائیلو په برید کې د دغه خبري شبکې خبریال اسماعیل الغول او کمره مین يې رامي الريفي ووژل شول.

د وژل شویو دوو خبریالانو یوه همکار انس الشریف ویلي، اسماعیل او رامي د حماس د مشر اسماعیل هنیه کور ته نژدې د ويډيو  اخيستلو په ماموریت بوخت وو، چې په یوه برید کې ووژل شول.

هغه وویل: « اسماعیل د فلسطیني کډوالو دردونه او د ټپيانو  درد او د غزې د بې ګناه خلکو په وړاندې د اسرائیلو له خوا ترسره شوې عام وژنه منعکسوله. هیڅ داسې کلمه نشته چې ترسره شوې پېښه تشریح کړي.»

د دغه خبري شبکې د معلوماتو له مخې، دغه دوه خبریالان په داسې حال کې وژل شوي، چې په خپل موټر کې دننه وو.

د غزې چارواکو ویلي، چې د تېر کال د اکتوبر له اوومې نیټې راهیسې د اسرائیلو په بریدونو کې د وژل شویو فلسطیني خبریالانو شمیر ۱۶۵ تنو ته رسېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ۱۴۰۲ کال د ليندۍ په میاشت کې د غزې د تړانګې په سويل کې د خان یونس په سیمه کې د اسرائیلو په توغندیز برید کې د الجزیرې یو خبریال هم وژل شوى و.