د افغانستان د سولې د عالي شورا مشر عبدالله عبدالله په تهران کې د حماس د مشر اسماعیل هنیه وژنې په غبرګون کې دغه پېښه ترهګريزه، جنایتکارانه او د ټولو نړیوالو قوانینو او دودونو خلاف عمل بللی دی.
هغه پر اېکس لیکلي چې په منځني ختیځ کې سوله یوازې د فلسطین په آزادۍ او د «د حاکمیت د حق او یو خپلواک فلسطیني دولت» په رسمیت پیژندلو سره ممکنه ده.
په همدې حال کې د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر فضل الرحمان ویلي، د جمعې په ورځ به په ټول هېواد کې د اسرائیلو د «تېري» پر ضد لاريونونه وشي.
په همدې حال کې د ایران ولسمشر مسعود پزشکيان د حماس د مشر اسماعیل هنیه وژنه یو «بزدلانه عمل» بللی او ویلي یې دي چې ایران به د خپلې ځمکنۍ بشپړتیا دفاع وکړي او د پېښې عاملین به پښېمانه کړي.
د يادولو وړ ده، چې د حماس د سیاسي دفتر مشر او رهبر اسماعیل هنیه د چهارشنبې په سهار په تهران کې په خپل استوګنځاى کې ووژل شو.
لدې پېښې وروسته حماس په یوه خبرپاڼه کې په ایران کې د نوموړي وژنه تایید کړې ده.
د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، د فلسطین د اسلامي جهاد غورځنګ د عمومي منشي مرستیال د هغه وژنه یوه «لویه ضایعه» بللې ده.
ایراني چارواکو تر اوسه په تهران کې د ښاغلي هنیه د استوګنې، د برید د څرنګوالي او ډول په اړه څه نه دي ویلي.
خو د ځینو ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، د حماس مشر هغه مهال ووژل شو چې یو لارښود توغندی د هغه پر کور ولګېد.