افغانستان

د هنيه د وژنې په تړاو د طالبانو غبرګون: نړۍ بايد د اسراييلو د «تېري» د مخنيوي لپاره اقدام وکړي

 په تهران کې د حماس د مشر اسماعیل هنیه د وژل کېدو په غبرګون کې طالبانو  په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې نړۍ باید د اسرائیلو د «تېري» د مخنیوي لپاره اقدام وکړي.

طالبانو په دې خبرپاڼه کې د نوموړي مړینه «د اسلامي امت او د جهادي کاروان لپاره یوه ستره ضایعه» بللې ده.

په خبرپاڼه کې همدا راز راغلي: «طالبان یو ځل بیا له نفوذ لرونکو خواوو په ځانګړې توګه د اسلامي نړۍ او عربي نړۍ په کلکه غوښتنه کوي، چې په سیمه کې د صهیونیسټي یرغل او جنایتونو د مخنیوي لپاره خپلې ټولې هڅې وکاروي.»

طالبان وايي، د دې وضعیت دوام به سیمه او د سیمې هېوادونه نور هم بې ثباته کړي.

له بلې خوا د ایران ولسمشر مسعود پزشکيان د حماس د مشر اسماعیل هنیه وژنه یو «بزدلانه عمل» بللی او ویلي یې دي چې ایران د خپلې ځمکنۍ بشپړتیا دفاع کوي او د دې پېښې عاملین به پښيمانه کړي.

د يادونې وړ ده، چې د حماس ډلې د سياسي دفتر مشر او رهبر اسماعيل هنيه نن سهار (چهارشنبه د جولای ۳۱مه) د خپل اوسېدنې ځاى کې ووژل شو.

له دې پېښې وروسته حماس ډلې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره په ایران کې د هغه وژنه تایید کړه.

د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، د فلسطین د اسلامي جهاد غورځنګ د عمومي منشي مرستیال د هغه وژنه یوه «لویه ضایعه» بللې ده.

ایراني چارواکو په تهران کې د ښاغلي هنیه د استوګنې، د دغه برید د څرنګوالي او ډول په اړه څه نه دي ویلي.