د امریکا د دفاع وزیر لوید آسټن ویلي دي چې په تهران کې د حماس د مشر اسماعیل هنیه تر وژل کېدو وروسته که پر اسرائيلو کوم برید وشي امریکا به د دغه هېواد دفاع وکړي.
د اسراٸيل ټایمز ورځپاڼې د راپور پر بنسټ د امریکا د دفاع وزیر وویل، «که چيرې پر اسرائيلو بريد وشي نو واشنګټن به د دغه په دفاع کې مرسته وکړي. او په ورته وخت کې په ایران کې د حماس د مشر اسماعیل هنیه له وژل کېدو وروسته په سیمه کې د کړکېچ د کمولو لپاره هڅه کوي.»
ښاغلي آسټین، چې اوس په فیلیپین کې دی، په يوې تازه (نن چهارشنبه، زمري ١٠مه) خبري غونډې ته وویل چې په منځني ختیځ کې پراخه جګړه « د مخنيوي وړ نه ده.»
د يادولو وړ ده، چې د حماس د سیاسي دفتر مشر او رهبر اسماعیل هنیه نن چهارشنبې سهار په تهران کې په خپل کور کې ووژل شو.
له دې پېښې وروسته حماس ډلې په یوه خبرپاڼه کې په ایران کې د نوموړي مړينه تایید کړې ده.
د ایراني رسنیو د راپورونو بنسټ، د فلسطین د اسلامي جهاد غورځنګ د عمومي منشي مرستیال د هغه وژنه یوه «لویه ضایعه» بللې ده.
ایراني چارواکو تر اوسه په تهران کې د ښاغلي هنیه د اوسېدنې د ځای په اړه څه نه دي ویلي.