ښځې

زن مجله: طالبانو په افغانستان کې «هر څه» شاته وړي

زن مجلې په یوه مقاله کې ویلي، طالبانو په افغانستان کې «هر څه» شاته وړي دي.

دغه مجلې لیکلي چې افغان ښځې او نجونې دا مهال د «طالبانو له خوا د بنسټیز ظلم» قرباني دي.

په دې مقاله کې راغلي چې په افغانستان کې نننى وضعیت کړکېچن دی؛ خو نړۍ د دې هېواد د ښځو او ټولو وګړو لپاره د تراژیدۍ له کچې بې خبره ده.

د دغې مقالې په يوه برخه کې راغلي: «افغانستان په اسانۍ سره د یوه داسې هېواد په توګه یادولی شو چې له اوږدې مودې راهیسې له جګړو او ویجاړیو سره مخ دی؛ خو په ۱۹۹۶ کال د طالبانو د واکمنۍ له لومړۍ دورې وروسته او بیا د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې د بیا راتګ څخه مخکې افغانستان د پرمختګ په حال کې و.»

د زن مجله وايي، دا تصور کول اسانه دي چې هغه څه چې په افغانستان کې پېښ شوي په بل ځای کې نه نشي پېښېدلى.

په مقاله کې همداراز راغلي چې په افغانستان ک د نجونو او ښځو د زده کړو حق یوه نړیواله مسٸله ده او باید ورته پام وشي.

دا په داسې حال کې ده، چې د بشري حقونو د څار سازمان په یوه راپور کې ویلي چې د ښځو پر وړاندې د طالبانو تاوتریخوالی د هرې ورځې په تېرېدو سره مخ په زیاتېدو دی او طالبان د افغان ښځو او نجونو د زده کړو، کار، روغتیايي خدمتونو ته د لاسرسي او د آزاد تګ راتګ حقونه تر پښو لاندې کوي.