د روسیې دفاع وزارت اعلان کړی، چې د دغه هېواد سمندري ځواکونو په شمالي کنګل سمندر، ارام سمندر، بالتیک سمندرګي او کسپین یا تور سمندرګي کې د خپلو بیړیو لویې برخې په ګډون له مخکې پلان شوي پوځي تمرینات پیل کړي دي.
د رویټرز د راپور پر بنسټ د روسیې په سمندري تمریناتو کې به ۲۰ زره پوځیان برخه واخلي.
د روسيې د دفاع وزارت د خبرپاڼې له مخې، له دغه پوځي تمرين څخه موخه په ټولو سطحو کې د دغه هېواد د سمندري ځواکونو د چمتووالي او وړتياوو ارزونه ده.
رویټرز خبري اژانس لیکلي، چې په دې تمرین کې به د الوتکو ضد توغندیو کارونې، توپخانې او د اوبتل ضد وسلو د کارولو په ګډون ۳۰۰ جنګي تمرینونه ترسره شي.
د روسیې د دفاع وزارت د معلوماتو له مخې، په دې تمریناتو کې ۳۰۰ بېړۍ او سطحې کښتۍ، اوبتلونه او د ملاتړ وړ کښتۍ، څه باندې ۵۰ الوتکې او له ۲۰۰ ډېر ځانګړي او پوځي تجهیزات ګډون ولري.
دې خبري اژانس مخکې اعلان وکړ چې روسیه پلان لري چې په دې دوبي کې د کراٸيب سيمې ته نسبتا لږ شمیر جنګي کښتۍ او جنګیالي واستوي ترڅو په سیمه کې سمندري تمرینات ترسره کړي چې ممکن د کیوبا او وینزویلا په بندرونو کې تمځایونه هم پکې شامل وي.