ناپېژنده وسله والو په خیبر پښتونخوا کې د ملګرو ملتونو د ځايي کارکونکو په یوه زغره وال موټر ډزې کړي دي.
د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې پولیسو ویلي، برید د خیبر پښتونخوا ایالت په دېره اسماعیل خان سیمه کې شوی دی.
د دغه راپورونو پر بنسټ، په بريد کې چاته زيان نه دی اوښتی او په موټر کې سپاره خلک خوندي دي.
د يادې ولسوالۍ امنيه قوماندان عبدالسلام وايي، چې د ناپېژاندو وسله والو د نيولو په لټه کې دي.
تر اوسه کومې ډلې د برید پړه پر غاړه نه ده اخیستې او پاکستاني طالبانو (ټي ټي پي) هم په دې برید کې لاس لرل رد کړي دي.
د يادولو وړ ده چې دې وروستیو کلونو کې په پاکستان؛ په ځانګړې توګه د دغه هېواد په شمال لویدیځ کې خونړیو بریدونو زياتوالى موندلى دى.
دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان حکومت تر دې مخکې پر امنیتي ځواکونو او ملکي وګړو د بریدونو پړه پر تحریک طالبان پاکستان اچولې ده.
د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، ټي ټي پي په پاکستان کې خپل بریدونه وروسته له هغه زیات کړل چې افغان طالبانو د ٢٠٢١ کال د اګست په ١٥ نېټه پر افغانستان بيا ځلي واک ترلاسه کړ.
پاکستاني چارواکو په وار وار افغان طالبان تورن کړي چې پاکستاني طالبانو ته پناه ورکوي. خو طالبانو پخوا دا تورونه رد کړي وو.
خیبر پښتونخوا او بلوچستان د پاکستان له ناامنو ایالاتونو څخه دي، چې په دې وروستیو کې د وسله والو له خوا په کې بریدونو کېږي، چې تر ډېره د هېواد امنیتي ځواکونه په نښه کوي.
دا په داسې حال کې ده، چې پاکستاني چارواکي وايي، دا بریدونه د ټي ټي پي د قوماندانانو او جنګیالیو لخوا تنظیم شوي چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې له خپلو پټنځایونو څخه يې پلانوي.