سوداګري

پاکستان ته د افغانستان د ډبرو سکرو صادراتو ته کتنه

د ده سبز په سرایونو کې د ډبرو سکرو لېږدوونکو موټرو د تګ راتګ ګڼه ګوڼه زیاته ده.

په دې ورځو کې د کابل ده سبز ولسوالي د افغانستان د شمالي ولایتونو د ډبرو سکرو د موټرو تخلیې او بارولو عمده مرکز ګرځېدلی. هره ورځ د ډبرو سکرو سلګونه موټر هلته تخلیه کېږي او وروسته پاکستان ته د انتقال په هدف په ټېلرو کې بارېږي.

د ده سبز په سرایونو کې د ډبرو سکرو لېږدوونکو موټرو د تګ راتګ ګڼه ګوڼه زیاته ده. لا یو موټر د پاکستان لور ته حرکت نه وي کړی چې د هېواد د کانونو د ډبرو سکرو نور موټر رارسېږي.

د اوړي په دې ګرمه هوا کې په داسې حال کې چې ددغو سرایونو د کارکوونکو څېرې په سکرو تورې وي، ځینې یې وايي چې هره ورځ لسګونه ټنه سکاره موټرو ته باروي.

د هر یوه ټن سکرو د تخلیې بیه ۳۰-۵۰ افغانۍ!

محمد جواد یو له دغو کارګرانو په دې اړه وویل: «موټرونه له مزار څخه راځي او په سرایونو کې تخلیه کېږي. وروسته په یوه بل موټر کې پاکستان ته د لېږدولو لپاره بارېږي. د هر یوه ټن ډبرو سکرو راښکته کولو په بدل کې له ۳۰-۵۰ افغانیو اخلو. دا ډېرې کمې پیسې دي او په اخره کې چې د سکرو کوم پاتې شوني په موټر کې وي، پر موږ یې وړیا راښکته کوي.»

د کابل – بګرام پر سړک د ډبرو سکرو موټر په یوه اوږد کتار کې کابل ته ننوتلو ته انتظار ولاړ دي. هره ورځ له دې لارې د ډبرو سکرو سلګونه موټر پاکستان ته ځي.

ځینې موټرچلوونکي چې پر دغې لارې تګ راتګ کوي وايي چې د ډبرو سکرو موټرو په سالنګ کې ترافیکي ګڼه ګوڼه جوړه کړې ده.

یوه ډرېور توریالي په دې اړه وویل: «د لارې په اوږدو کې له خنجان څخه نیولې د سالنګ تر پخواني تونل پورې د ډبرو سکرو موټر لیدل کېږي. که پخوا پر دې لارې ډېر اوړه راتلل، اوس یې د ډبرو سکرو موټرو ځای نیولی دی.»

د پاکستان د سمنټو فابریکې د افغانستان د ډبرو سکرو وروستی تمځای

پاکستان ته د ډبرو سکرو د صادراتو تر ډېرېدو وروسته، په ده سبز کې د ډبرو سکرو د تخیلې مرکزونه پنځه برابره ډېر شوي دي او په دې ورځو کې ۲۵ مرکزونه هره ورځ لسګونه ټنه سکاره تخلیه او بېرته په موټرو کې باروي.

د ډبرو سکرو د خرڅلاو شرکت عمومي مدیر میرویس ملي دې ته په اشارې سره چې هره ورځ د پاکستان د سمنټو فابریکو مالکان د ډبرو سکرو اخیستو لپاره ده ته ورځي، وویل: «په تېرو دوو میاشتو کې یوازې همدې شرکت ۱۰ زره ټنه د ډبرو سکاره پاکستان ته لېږدولي دي. د پاکستان د چراټ، فوجي، لکي او د سمنټو د نورو فابریکو استازي دلته راځي او د ډبرو سکاره اخلي.»

د ډبرو سکرو خرڅلاو یوه شرکت استازي عبدالله وویل: «زموږ ډېر مشتریان چراټ، فوجي او نورې فابریکې دي چې په یوه او بل نوم راځي او د ډبرو سکرو په ډېره کمه بیه اخلي او پاکستان ته یې لېږدوي.»

د کابل پوهنتون د اقتصاد پوهنځي استاد سید مسعود وايي، د چراټ او فوجي فابریکي د پاکستان د پوځ اړوند دي او ښايي پاکستان پوځیانو پر طالبانو فشار ډېر کړی وي چې پاکستان ته د ډبرو سکرو صادرات ډېر کړي.

د ښاغلي مسعود په باور: «د پاکستان د سمنټو فابریکي پر ډبرو سکرو چلېږي. چراټ، فوجي او لکي په پاکستان کې د سمنټو درې لویې فابریکې دي چې د پاکستان د پوځ لخوا یې ملاتړ کېږي. فکر کوم چې د صادراتو ډېرېدل، نظامي معنا هم لري او ښايي دا کار پر افغانستان د فشارونو له امله وي.»

د ډبرو سکاره او د بلخاب جګړه

پاکستان ته د افغانستان د ډبرو سکرو صادرات وروسته له هغه ډېر شول چې د ډبرو سکرو لوی صادروونکي هېواد اندونیزیا د روان کال په پیل کې په کور دننه د سکرو د کموالي له امله خپل صادرات کم کړل.

وروسته د افغانستان د ډبرو سکاره چې په نړۍ کې د انرژۍ بیې لوړېدو ته په کتو یې مناسبه بیه درلوده او د پاکستان په ګاونډ کې و، د اسلام اباد پام ورواړاوه. داسې ښکاري چې د افغانستان په شمال کې د بلخاب ولسوالۍ له سیمه ییزو مسوولانو سره د طالبانو د جګړې عامل هم په سیمه کې طبیعي کانونه او په تېره بیا د ډبرو سکاره دي.

مولوي مهدي په ۲۰۱۹ کال کې د دولت له سیمه ییزو چارواکو سره تر شخړې وروسته له طالبانو سره یوځای شو. نوموړی په ۲۰۲۰ کال کې د طالبانو لخوا د بلخاب نومولي والي په توګه وټاکل شو. حتی مخکې له دې چې طالبان ددغې ولسوالۍ کنټرو ترلاسه کړي، هغه د هزاره قوم د مشر په توګه د دغې ولسوالۍ ولسوالی وټاکل شو. مولوي مهدي د روان کال په اپرېل میاشت کې له څو دوره مذاکراتو وروسته له دندې لرې شو. نوموړی وروسته په بلخاب کې خپل کور ته ستون شو او په دې موده کې یې د طالبانو پروړاندې خپل ملاتړي راټول کړل.

سیاسي کارپوه طارق فرهادي وايي: «د ډبرو سکرو استخراج څو ستونزې لري، اول دا چې د کانونو د استخراج قانون نشته. قومندان مهدي او پلویان یې کانونه استخراجوي او د سیمې خلکو ته هم څه نه رسېږي. هغوی ډېرې پیسې غوښتې.»

د نړیوالو اړیکو کارپوه احمدخان اندړ هم وویل: «د تاریخ په اوږدو کې د طبیعي زېرمو پر سر جګړې شوې دي.»

په پاکستانۍ روپۍ د ملي سرمایې خرڅول او د افغانیو د ارزښت کمېدل

په ورته وخت کې د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت وایي، افغانستان هره ورځ زر ټنه د ډبرو سکاره پاکستان ته صادروي. دا په داسې حال کې ده چې په ده سبز کې د ډبرو سکرو له شرکتونو د آمو ټلویزیون د خبریال ارزونې ښيي چې هر شرکت د ورځي ۵۰۰ ټنه سکاره پر پاکستاني شرکتونو خرڅوي. د شمېرو له مخې، په ده سبز ولسوالۍ کې د ډبرو سکرو ۲۵ شرکتونه فعال دي او په دې حساب هره ورځ ۱۲ زره او ۵۰۰ ټنه سکاره پاکستان ته صادرېږي.

د پاکستان لومړي وزیر اعلان کړی چې د افغانستان د ډبرو سکاره په پاکستاني روپیو اخیستل کېږي او بیه یې تر نورو هېوادونو ټیټه او کیفیت یې هم لوړ دي. د هغه په وینا که د ډبرو سکرو صادرات همداسې دوام وکړي، پاکستان به په کال کې له دې درکه دوه میلیارده ډالر وسپموي.

د افغانستان د بانکونو اتحاديې پخوانی رييس سیر قریشي وايي، په پاکستانۍ روپۍ د ډبرو سکرو خرڅلاو به د افغانۍ ارزښت راټیټ کړي.

ښاغلي قریشي زیاته کړه: «خرڅلاو او صادرات باید په ډالرو وي، که داسې ونه شي، اقتصاد او د افغانۍ ارزښت ته زیان اړوي.»

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند عصمت الله برهان وايي: «کله چې خصوصي شرکتونو ته د ډبرو سکاره ورکړو، د ډبرو سکاره له پولو اوړي. موږ کار نه لرو چې هغوی یې کوم هېواد ته وړي او په کوم قیمت یې خرڅوي. موږ په هېواد دننه هغه په افغانۍ پلورو.»

د ډبرو سکرو د صادراتو ډېرېدل او په هېواد کې د ننه د خښتو بټیو بندېدل

پاکستان ته د ډبرو سکرو د صادراتو ډېرېدو، د کابل په بازارونو کې د سکرو بیه دوه برابره کړې ده. اوسمهال د کابل په بازارونو کې د ډبرو سکرو یو ټن ۱۶/۵ افغانیو خرڅېږي. د بیو لوړېدو د خښتو لسګونه بټیو د تړل کېدو لامل شوي دي.

په ده سبز کې د خښتو بټیو عمومي منشي نذیراحمد برکي وايي، د خښتو ۶۰۰ بټۍ د ډبرو سکرو بیې لوړېدو له امله تړل شوي دي. دغو ټولو داشونو د ډبرو سکاره کارول. اوس له کاره لوېدلي او کارکوونکي یې په کور ناست دي.

هغه زیاته کړه: «کابل کې د خښتو ۶۰۰ بټۍ تړل شوې دي. دا نه یوازې په ده سبز کې، بلکه په نورو ځایونو کې هم تړل شوي دي.»

د خښتو بټۍ یوه مسوول په دې اړه وویل، د کار نشتوالي او د سکرو د بیې لوړوالي له امله د هغه ۱۵۰ کارګر بیکاره شوې دي.

د خښتو بټۍ یوه مسوول عبدالله وايي: «پاکستان سره د ډبرو سکرو د قرارداد له امله، د افغانستان ټول سکاره پاکستان ته ځي. دلته د سکرو بیه۵/۲ برابره شوې او کاروبار په ټپه درېدلی دی.»

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت د معلوماتو له مخې، افغانستان ۸۰ برخو کې د ډبرو سکرو کانونه لري چې اوسمهال له ۱۷ سیمو استخراجېږي. دا کانونه له قرارداد پرته استخراجېږي او طالبان یوازې تعرفه اخلي او ددغې ملي شتمنۍ پیسې د مافیا او سوداګرو جیبونو ته ځي.