په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) په خپل تازه راپور کې ویلي، چې په تېرو درېیو میاشتو کې ٢٥تنه وژل شوي او ٤٣تنه ټپيان شوي
د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ(يوناما) په افغانستان کې د بشري وضعيت په اړه پخپل درې مياشتنې راپور کې ويلي، چې د روان کال له اپریل میاشتې راهیسې د جون تر پايه( د وري له ۱۳تر چنګاښ ۱۰) په هېواد کې ۲۵ ملکي وګړي وژل شوي او ۴۳ نور ټپیان شوي دي.
د ملګرو ملتونو دغه استازولۍ وايي، له دې ډلې ۱۲ تنه د داعش د بریدونو په پایله کې وژل شوي او ۹ نور د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د سرحدي نښتو په پایله کې وژل شوي دي.
د ملګرو ملتونو د دغه راپور پر بنسټ، د بدخشان څلور اوسېدونکي د طالبانو د ډزو په پایله کې وژل شوي دي.
د راپور له مخې په دې ټولو وژل شویو کې څلور ښځې او درې بهرنیان هم شامل دي.
د يوناما راپور کې راغلي: «د ۲۰۲۴ کال د اپریل په ۲۰مه د کابل ښار په ګولایي دواخانه کې د ملکي وګړو پر یوه بس د برید په پایله کې ۴ تنه ټپیان شول.
همداراز د ۱۴۰۳ کال د غويي په میاشت کې د اپریل په ۲۹مه د هرات د ګذرې ولسوالۍ په صاحب زمان جومات کې د ډزو له امله ۵ نارینه او یوه ښځه ووژل شوه او یوه ښځه ټپي شوه.
،په همدې کال د د غويی ۲۸مه په بامیان کې د بهرنیو سیلانیانو پر دوو موټرونو د برید په پایله کې ۵ تنه مړه او ۶ نور ټپیان شول.
د ۱۴۰۳کال د غويي ۳۱مه په کندهار کې د کابل تمځای کې په موټرونو د چاودنې له امله یو تن مړ او ۳ نور ټپیان او د بدخشان پر اوسېدونکو د طالبانو د ډزو په پایله کې ۴ تنه ووژل شول او ۱۳ نور ټپیان شول
په پکتیا او خوست کې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د سرحدي نښتو په پایله کې ۹ تنه ووژل شول او ۱۶ نور ټپیان شول.»
يوناما په داسې حال کې په هېواد کې د قصدي مرګ ـ ژوبلې په اړه راپور ورکوي چې طالبانو په کراتو په افغانستان کې د بشپړ امنيت د ټنګښت ادعا کړې ده.
د یوناما د دغه راپور پر بنسټ، طالبانو په اپریل، می او جون میاشتو کې یو خبریال په پروان او ۳ نور په خوست کې نیولي دي.
په همدې حال کې او د دغه راپور کې د رسنیو وضعیت ته هم کتنه شوې او ويل شوې چې دوه خصوصي ټلوېزيونونه بريا او نور د سياسي فعاليتونو له امله تړل شوي او د تمدن تلويزيون د تړلو هڅه هم کړې وه.
یوناما په دغه راپور کې د ښځو وضعیت ته هم اشاره کړې او ویلي یې دي، چې طالبانو د ښځینه کارکوونکو معاش ۵۰۰۰ افغانیو ته راټیټ کړی او په ځینو ولایتونو کې یې ټرانسپورټي شرکتونو ته امر کړی، چې له حجاب پرته ښځې پورته نه کړي.
طالبانو د دغه راپور تر خپرېدو پورې دغه راپور ته کوم غبرګون نه دی ښودلی.