د کندز ولایت د ګل تپې ولسوالۍ اوسېدونکي وايي چې د طالبانو د واکمنۍ له راتګ راهیسې د دې ولسوالۍ د عامه سړک د اسفالټ پروژې چارې په ټپه ولاړې دي، دوی وايي له تېرو درېیو کلونو راهیسې یې غږ چا نه دی اورېدلی.
د دې ولسوالۍ اوسېدونکي ټینګار کوي، چې په تېر حکومت کې د جګړو له امله په دې ولسوالۍ کې پرمختیايي پروژې نه دي پلي شوي او اوس د دوی ستونزو ته پام نه کېږي.
د کندوز ښار اوسېدونکي نظر سلطان وايي: «حکومت (طالبانو) موږ ته هېڅ پاملرنه نه ده کړې، زموږ سړک خراب دى، حکومت بايد سړک قير کړي، موږ کلينيک نه لرو، بايد زموږ لپاره کلينيک جوړ کړي.»
د دغه ولايت يو بل اوسېدونکي غياث الدين وايي : «موږ په دې ولسوالۍ کې روغتون نه لرو، برېښنا نه لرو او له لمريزې برېښنا څخه کار اخلو او شپې په تيارو کې تېروو.»
د روغتيايي مرکزونو کمښت، ښوونځيو او د څښاک د پاکو اوبو نشتوالى هغه نورې ستونزې دي چې د دې ولسوالۍ اوسېدونکي ورسره مخ دي.
د کندز ولایت یو اوسېدونکی خدایداد آمو ته وويل: «موږ په دې ولسوالۍ کې له سختو ستونزو سره لاس او ګرېوان یو، د څښاک اوبه نه لرو، روغتون نه لرو، برېښنا نه لرو، دوړې ډېرې دي.»
ګول تپې ولسوالي اته کاله وړاندې د پخواني ولسمشر په امر جوړه شوه، خو په وروستیو کلونو کې د پخواني حکومت او طالبانو ترمنځ د جګړو له اصلي مرکزونو څخه بلل کېدله.