د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په لوېدیځو هېوادونو کې د افغان ډیپلوماټیکو ماموریتونو کونسلي خدمتونه دوی ته د منلو وړ نه دي.
دغه وزارت وايي د افغان ډیپلوماټیکو ماموریتونو له خوا د کونسلي اسنادو او خدماتو لکه وثيقې، تصديقونه، اسنادو تصديق، د عدم مسٶليت تاييد، د پاسپورټ صادرول، د پاسپورټ د تمدید سټیکرونه، د ویزې سټیکرونه او نور خدمتونو په وړاندې چې په لوېديځو هېوادونو لکه لندن، بلجیم، برلین، بن، سويس، فرانسه، ایټالیا، یونان، پولنډ، سویډن، ناروې، کاناډا او استرالیا،اترېش کې وړاندې کېږي، هيڅ مسٶليت نه لري.
طالبانو په بهر کې مېشتو افغانانو او بهرنیو اتباعو څخه غوښتي دي چې د اړینو اسنادو د ترلاسه کولو لپاره په نورو هېوادونو کې د افغانستان دیپلوماتیکو ماموریتونو ته مراجعه وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې په دغو هېوادونو کې سفارتي ماموریتونه لا هم د پخواني افغان حکومت له خوا ټاکل شوي ډیپلوماتان پرمخ وړي او د طالبانو د رژیم د مشروعیت د نشتوالي له امله د هغوی امرونه نه تعقیبوي.
له بلې خوا په لوېدیځو هېوادونو کې مېشت یو شمېر افغان اتباع وايي، که څه هم دوی اوس هم په دغو هېوادونو کې د مېشتو افغان سفارتونو د کونسلي خدمتونو په ترلاسه کولو کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي. خو طالبان به يې له زیاتو ستونزو سره مخ کړي.
دغه هېوادوال وايي، چې له یوې خوا د طالبانو د رژیم د نړیوال مشروعيت نه درلودلو له امله، هغه اسناد چې دوی یې ورکوي، غربي بنسټونو ته دومره د اعتبار وړ نه دي او له بلې خوا یې د نورو کونسلي خدمتونو د ترلاسه کولو لپاره نورو هېوادونو ته سفر کول ګران دي.
دا په داسې حال کې ده چې د نړۍ، سیمې او د افغانستان ګاونډیانو طالبان په رسمیت نه دي پېژندلي او په نړۍ کې د افغانستان زیات شمېر ډیپلوماټیک بنسټونه د دغه هېواد د پخواني حکومت د ډیپلوماټانو له خوا پرمخ وړل کېږي.