نړۍ

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت: په غزه کې اوربند به د لبنان او اسرائیلو ترمنځ تاوتریخوالی کم کړي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ویدانټ پټل ​​وايي، په غزه کې اوربند به د لبنان او اسرائیلو ترمنځ پر پوله د کړکېچ په کمولو کې مرسته وکړي.

هغه تېره شپه (دوشنبه د جولای ۲۹مه) په واشنګټن کې په یوه خبري کنفرانس کې وویل:«موږ باور لرو چې په غزه کې اوربند به د لبنان او اسرائیلو ترمنځ پر پوله د آبي کرښې په اوږدو کې د کړکېچ په کمولو کې مرسته وکړي. موږ اوس د دواړو غاړو تر منځ په دیپلوماتیکو خبرو متمرکز یو، څو داسې شرایط رامنځته کړو چې ملکي وګړي د پولې دواړو غاړو ته راستانه شي.»

ښاغلي پټېل ​​زیاته کړه چې د جولان د لوړو کنټرول د اسرائیلو د امنیت لپاره مهم دی او په دې برخه کې د امریکا تګلاره نه ده بدله شوې.

تر دې وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند همداراز ادعا کړې وه چې پر مجدل شمس برید د لبنان حزب الله کړی او له دې پرته بله هر ډول ادعا له حقیقته انکار دى.

ياده دي وي چي د اشغال شوي جولان په لوړو کي مجدل شمس سيمه کې د فوټبال يو ميدان باندي توغندي ويشتل شوي چي په پايله کې يې ١٢ کسان مړه او يو شمير نور ژوبل شوي دي.

اسراييلي چارواکو د دغه بريد پړه د حزب الله ډلې پر غاړه اچوي، خو حزب الله په يوه خبرپاڼه کې ويلي چې له پېښې سره يې هيڅ تړاو نه لري.