د متحده ايالاتو د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمیټې مشر مایکل مک کال ویلي، د طالبانو په لاس د افغانستان له سقوط وروسته زرګونه «ترهګر» د بګرام له هوايي اډې له زندانونو وتښتېدل، چې د داعش د بهرنیو عملیاتو د زیاتوالي لامل شول.
ښاغلي مک کال د سي بي سي نيوز شبکې سره په یوه مرکه کې د بایډن ادارې پر بهرنيو تګلارو نیوکه وکړه او هغه یې د «ترهګرو» ډلو لکه داعش لپاره یو فرصت وباله چې په متحده ایالاتو برید وکړي.
هغه په دې مرکه کې وویل: «موږ د افغانستان سقوط درلود. په زرګونو داعش جنګیالي د بګرام له زندانه وتښتېدل او بالاخره د افغانستان، تاجکستان او پاکستان په سیمو کې میشت شول.»
د امریکا د کانګرېس د بهرنیو اړیکو د کمیټې مشر زياته کړه:« د داعش خراسان څانګه خپله لاره پرانیزي. دوی د مکسیکو له لارې متحده ایالاتو ته ننوځي او پوښتنه دا ده چې په دغه ځاى کې د دوى نورڅومره دي؟»
دا په داسې حال کې ده، چې امریکایي رسنیو د جون په لړمړيو کې راپور ورکړ چې د امریکا فدرالي پولیسو په متحده ایالاتو کې اته تنه له داعش سره د تړاو په تور نیولي دي.
تر دې مخکې سي اېن اېن د څو امریکايي چارواکو په حواله ویلي وو چې د داعش د غړیتوب په تور د یو شمېر تاجک اتباعو نیول د امریکا په خاوره کې د دغې ډلې د اړوندو کسانو له خوا د احتمالي برید په اړه اندېښنې راپورته کړي دي.
د سې اېن اېن په دغه راپور کې ویل شوي چې دا لا څرګنده نه ده چې دوی څنګه له داعش سره یوځای شوي او داسې کوم باوري شواهد نشته چې وښيي دوی د«ترهګريزې دسیسې» د یوې برخې په توګه متحده ایالاتو ته لېږل شوي وي.
د يادولو وړ ده، چې جمهوري غوښتونکو په کراتو پر ډیموکراټانو نيوکه کړې چې د لاتینې امریکا له لارې امریکا ته د کډوالو د ننوتلو مخه نه نیسي.
د امریکا د ولسمشريزو ټاکنو نوماند ډونلډ ټرمپ ژمنه کړې چې که د نومبر میاشتې ټاکنې وګټي نو له مکسیکو سره به پر پوله دېوال جوړ کړي.