په کاپيسا ولايت کې سرچينې وايي، چې تېره شپه د دغه ولايت د حصه اول کوهستان ولسوالۍ کې وسله واله نښته رامنځته شوې ده.
سرچينو د پېښې په اړه جزئيات نه دي ورکړي؛ خو د مقاومت جبهې په يوه خبرپاڼه کې ادعا کړې، چې تېره شپه يې په حصه اول کوهستان ولسوالۍ کې د طالبانو پر يوې پوستې بريد کړى دى.
د مقاومت جبهې همداراز ادعا کړې چې په دې برید کې یو طالب وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي دي.
طالبانو تر اوسه د دې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.