د طالبانو تر واک لاندې د هوا پېژندنې ادارې په راتلونکو دوو ورځو کې په ۱۳ ولایتونو کې د سختو بارانونو د ورښت او سېلابونو د راوتلو خبرداری ورکړی دی.
د دغه ادارې په خبرپاڼه کې راغلي، چې په بدخشان، نورستان، کونړ، لغمان، ننګرهار، لوګر، پکتيا، غزني، ميدان وردګو، پکتيکا، خوست، زابل او کندهار ولايتونو کې به د نسبتاً زيات بارانونه وشي، چې د سېلابونو د راوتلو سبب به وګرځي.
په مختلفو سيمو کې د باران اندازه د ١٥ څخه تر ٤٥ ملي مترو پورې اټکل شوې ده.
د طالبانو تر واک لاندې د هوا پېژندنې ادارې همداراز د هېواد په شمال، لوېدیځو، سویلي او مرکزي ولایتونو کې په ساعت کې له ۵۰ تر ۹۰ کیلومتره سرعت سره د سختو بادونو وړاندوینه کړې ده.