افغانستان

جرمني «جنايتكاران» افغانستان او سوریې ته شړی

د جرمني د کورنیو چارو وزیرې نانسي فایزر اعلان وکړ چې هغه به «جنایتکاران» سوریې او افغانستان ته وشړي.

جرمني رسنیو راپور ورکړی چې «موږ غواړو په سیستماتیک ډول له تاوتریخوالي ډک اسلامپالي جنایتکاران» وباسو. نانسي فایزر وايي هر هغه څوک چې په جرمني کې د پاتې کېدو حق نه لري باید ژر تر ژره له دغه هېواده ووځي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت دا موضوع رد کړې ده، او ویلي یې دي چې په دې اړه په ټول هېواد کې خبرې روانې دي ځکه په افغانستان کې له بشري حقونو د جدي سرغړونو کره راپورونه ورکړل شوي دي.

تر دې مخکې د جرمني لومړى وزير اولاف شولز یوې خبري غونډې ته ویلي و چې حکومت یې افغانستان او سوریې ته د «جنايتكارانو» د ایستلو لپاره چمتوالى نیسي.

په عین حال کې، د جرمني حکومت له څو دریمو هیوادونو سره خبرې کوي ترڅو د ګاونډیو سوریې او افغانستان له لارې د اېستلو لپاره اسانتیاوې برابرې کړي.

تر دې مخکې د آلمان د بهرنیو چارو وزیرې انالنا بایربوک د دغه پلان د پلي کیدو پر وړاندې د ننګونو په اشارې سره، د دغه ډول وېستنې په اړه شک څرګند کړی و.

له جرمني څخه افغانستان او سوریې ته د غیر قانوني پناه غوښتونکو د وېستلو پریکړه د روان کال د جون په میاشت کې د څو قتلونو او چړو بریدونو وروسته وشوه چې یو شمیر جرمني وګړي یې مړه او ټپیان کړل.